Home خانه

د لوګر لرغونو اثارو ته موزيم جوړيږي

خبریال: خان ولي احمدزی

musiam logar 1 200دغه موزیم به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او په کې به د لوګر د مس عینک په ګډون ټول تاریخي اثار ساتل کیږي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د لوګر ولایت د مس عینک د تاریخي اثارو د غوره ساتلو په موخه په دغه ولایت کې د  یو ستر تاریخي موزیم د جوړولو خبر ورکوي. د ياد وزارت وزیر ډاکټر داود شاه صبا وویل، چې دغه موزیم به د اطلاعاتواو کلتور وزارت سره په همغږي په محمداغې ولسوالۍ کې جوړيږي.

صبا زیاته کړه، چې د موزيم د جوړېدو چارې به د یوکال په موده پای ته ورسیږي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په وينا، دغه موزیم به په ۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي او  په کې به د لوګر د مس عینک په ګډون ټول تاریخي اثار ساتل کیږي.

هغه په دې اړه د بشپړې پانګې د موجوديت ډاډ هم ورکړی.

musiam logar 1 380musiam logar 2 380musiam logar 3 380musiam logar 4 380

   بل لور ته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني وویل، چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولایت تاریخي اثار د یوشمیر کسانو له خوا لوټل شوي او یوشمیر یې د رایستلو پرمهال  زیانمن شوي دي.

جهاني زیاته کړه، چې د لوګر موزیم له جوړیدو سره به د دغه ولایت ټول تاریخي اثار خوندي شي او بېلا بېل نندارتونونه به ورکې جوړیږي.

د لوګر والي محمد حلیم فدايي بیا وايي، چې د لوګر موزیم په جوړېدو سره په دغه ولایت کې ټول منقول او غېر منقول تاریخي او باستانې اثار پرځای او غوره نندارتونه به جوړ کړي.

فدايي د افغانستان د اطلاعاتو اوکلتور له وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د لوګر موزیم له جوړېدو وروسته دې د پلازمینې کابل څخه د لوګر ټول تاریخي او لرغوني اثار را انتقال او په دغه موزیم کې دې ځای پرځای کړي.

د لوګر والي وايي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولين دې په لوګر کې د تاريخي اثارو د ویستلو په وخت کې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي هم د دغه اقدام ستاینه کوي، خو د عینکو کان د استخراج په هکله د چینایانو له خوا اندیښنې لري. دوی وايي، دولت باید پرچینایانو ښه څارنه ولري او دوی ته اجازه ورنه کړي چې لرغونو اثارو ته لاس وروړي.

په دې وروستیو کې د لوګر د عینکو د مسو کان ته نږدې، چې د کابل په کابو۶۰ کیلومټرۍ کې پروت دی، هلته د بودايانو د وخت ډېر لرغوني اثار پېدا شوي، چې د کارپوهانو په اند میلونونه ډالره ارزښت لري.

لوګر د افغانستان یو له تاریخي ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې د دغه ولایت د مرکز پل علم  په ګډون په محمداغې، خوښي، بره کې برک، او خروار ولسوالیو کې د سلګونو کالونو تاریخي اثار موندل شوي.

خو د طالبانو د نظام پرمهال او د هغه نظام له نسکورېدو وروسته  د دغه ولایت زیات تاریخي سیمې د یو شمېر قاچاقبرانو له لوري را سپړل شوي دي او یوشمیر یې د موندلو وروسته د افغانستان ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.