Home خانه

لوګر کې د هیواد د خپلواکۍ ۹۶مه کلیزه ولمانځل شوه

لوګر، خان ولي احمدزی:

azadi logar 1 200په هغه غونډه کې چې د لوګر په مرکز پل علم کې جوړه شوي وه ددغه  ولایت ولایتي مسولینو  په ګډون سلګونه کسانو ورکې ګډون کړي وه. په غونډه کې د لوګر یو شمیر پخوانېو جهادي قوماندانانو او  قومې مخورو د شاه امان الله خان هغه سرښندنې چې د هیواد د ازادې د ترلاسه کولو لپاره یې کړي وی وستایلي.

او په خپلو  وطنوالو یې غږ وکړ  چې د هیواد د ازادې د ساتلو لپاره د هر ډول سرښندنو ته چمتو یو.

دلوګر والي محمد حلیم فدايي په دغه غونډه کې  د هیواد ازادې د خلکو  په یوالۍ،سوله  او ورورلي پورې وتړله.

هغه د لوګر پر خلکو غږ وکړ چې د دغه ولایت د پرمختګ،سولې امن او د امنیت د ټېنګښت لپاره د یو بل ته سره د ورورلي لاسونه ورکړي.د کرکې او د یو بل رټلو پرځای د  وطن د ابادي او سوکالۍ لپاره مټي راپورته کړي.

دغوندې په پاې کې د لوګر امنتي مسولین هم دخلکو له لورې د ستاینلېکونو په ورکولو سره وستایل شول.

azadi logar 1 380azadi logar 2 380azadi logar 3 380azadi logar 4 380azadi logar 5 380azadi logar 6 380

لوګر، خان ولي احمدزی