Home خانه

د لوګر ولایت د مجاهد ولس د نن لاریون ویدیو

Demonstration Logarد طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور د سولي په ضد دریځ ، پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ځورونو او په افغان خاوره د پاکستان له خوا راکټي بریدونو په غبرګون کې د لوګر د ولسونو له خوا لاریون تر سره شو.
د لوګر ولایت ولایتي شورا، سولې شورا ، علماوو شورا، مدني ټولنو ، ځوانانو او محصلینو او د پل علم د ښار د وکاندارانو او اوسیدونکو چې شمېر یې تر (۱۰۰۰) تنو رسیده د پل علم ښارکې لاریون وکړ.

دغه لاریون چې د ښاروالۍ له دروازي شروع او په ښارکې له ګرځیدو وروسته د لوګر ولایت مقام تر مخي ورسیده ګډونوالو یې مرګ په پاکستان ، د سولي د خبرو په هکله د ملا منصور د خبرو غندل ، د خپلي خاوري دفاع ، د افغان مهاجرینو ځورول ، په افغان خاوره د پاکستان له خوا د توغندیو ورول، د مخالفینو سره د سولي خبرو پیلیدل ، د خپلو امنیتي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ، جنګ بس او مونږ سوله غواړو تر شعارونو لاندي چغي وهلي او په پاي کې د ولایت مخي ته خپل (۷) اوه ماده ایز پریکړه لیک د یو تن محصل له خوا ولوستل شو چې پکې راغلي وه.

۱ـ د دولت له خوا د سولي د پروسي ملاتړ.
۲ـ د سولي په خبرو کې دداخلی او خارجي کړیو غندنه.
۳ـ د ملا اخترمحمد منصور خبري چې د اسلام له دین سره په ټکر کې دي د سولي د خبرو و دریدل غندو . 
۴ـ پاکستان که خپل مغرضانه عمل ته ادامه ورکړي افغان ولس به یې په مقابل کې عملآ راپورته شې.
۵ـ د افغان امنیتي ځواکونو ترشا ودریدل او په کلکه ترې دفاع کول.
۶ـ د سولي لپاره عملي ګامونه اوچتول .
۷ـ د خپلو سرحدونو څخه دفاع او په خپله خاوره د پاکستان د راکټي بریدونو غندل . 
د یادوني وړه ده ددغه عملونو په غبرګون کې تیره ورځ هم د لوګر ولایتي شورا ، سوليې شورا او مدني ټولنو له لورې هم مطبوعاتي کنفرانس ورکړل شوی و.