Home خانه

!د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو ټولنه

نجیب الله پیمان: 2015-06-05

abdremzai logar 200د روان کال د جوزا د میاشتې په 15 نیټه د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو ټولنې او شورا د یوې غونډې په ترڅ کې خپل موجودیت اعلان کړ.
په هغه غونډه کې چې د جمعې په ورځ د اینجینر احمد ویس عبدالرحیمزي په کور کې جوړه شوې وه د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو لاندې دوه موضوعګانې تر بحث لاندې ونیول شوې:
۱: په کابل ولایت کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو سرتاسري شورا ته د پنځو تنو تکړه او استعداده ځوانانو ور پېژندل ؛ 
۲: په لوګر ولایت کې د عبدالرحیمزیو ځوانانو د شورا را منځته کول او د اداري هیئت ټاکل.

 

د پروګرام په پیل کې د اجنډا سره سم دقران کریم څو مبارک ایتونه د ملک سرکار له خوا تلاوت شول وروسته محترم احمد ویس عبدالرحیمزي میلمنو ته ښه راغلاست او د غونډې اجنډا واوروله او د محترم ډاکتر صاحب عجب ګل نیاز عبدالرحیمزی څخه یی هیله وکړه چی د اجندا سره سم خبل نظریات راغلو د غونډی ګدونوالوسره شریک کړی چی محترم داکتر صاحب نیاز عبدالرحیمزی محترمو ګدونوالوته د تولنی د جوریدو د اهمیت، موخو او څرنګوالی به اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل او غونډې ته له پروګرام سره سم د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو د قوم د میشته کلیو په استازیتوب له هر کلي څخه یو یا څو تنه ځوانان را بلل شوي و، چی په پورتنیو موضوعاتو باندې هر یوه خپل نظرونه وړاندې کړل.

abdremzai logar 380

    د نظرونو تر اوریدو وروسته د رایو په اکثریت پریکړه وشوه چې لومړی د لوګر ولایت دعبدالرحیمزیو ځوانانو شورا جوړه او تر هغه وروسته دې د یادې شورا لپاره د رهبري غړي وټاکل شي.
په دوهم قدم کې دې د کابل ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو د سرتاسري شورا دپاره هم پنځه تنه تکړه با استعداده او وړ کسان وټاکل شي څو په یادې شورا کې د لوګر ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو استازیتوب وکړی شي.
همدا راز یادونه وشوه چې، هغه کسان چې د لوګر ولایت د رهبري د شورا دپاره ټاکل کېږي نشي کولی د کابل شورا ته هم وټاکل شي، چې په نتیجه کې د رایو په اکثریت د لوګر ولایت لپاره لاندې کسان د رهبري هیئت په توګه وټاکل شول.

۱ نجیب الله پیمان , ریس - نظرخیل کلی 
2 عزیزالرحمن , لومړی مرستیال - دوران خیل کلی
3 عاشق الله , دوهم مرستیال - کنج ګمران کلی
4 وحید الله , منشی - تنګی ابراهیم خیل کلی
5 محمد ثواب کامران ,مدیر عمومی - کمال خیل کلی 
6 سلطان محمود , ویاند - ګمران کلی

همدا راز یادو ځوانانو د کابل ولایت د عبدالرحیمزیو ځوانانو د سرتاسري شورا د پاره د وړتیاو او ښه استعداد په پام کې نیولو سره لاندې کسان د رایو په اکثریت سره غوره او یادې شورا ور وپېژندل، باید یادونه وکړم چې پورتني کسان د دواړو شوراګانو دپاره د موقت دپاره ټاکل شوي دي نه دایمي.

1 نصرت الله وفا , ریس - تنګی سفید سنګ 
2 بریالی نایاب , لومړی مرستیال - نظر خیل 
3 ډاکټر محمد ناصر , دوهم مرستیال - کمال خیل
4 نظیف الله , منشی - رسول خیل 
5 اینجینر احمد ویس , ویاند - ګمران 
6 زمری الهام , مدیر عمومی - غندی

همدا راز د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې پورتنې شپږ تنه چې د کابل د عبدالرحیمزیو ځوانانو سرتاسري ټولنې ته ور وپېژندل شول وخت په وخت له یادې شورا سره ناستې تر سره کوي او د هغوی د پریکړو او غونډو په اړه چې د قوم د پرمختګ او بریا په اړه تر سره کېږي د لوګر شورا ته خپل راپور ورکوي او وخت په وخت به غونډې جوړوي څو وکولی شي د قوم او ولس د پرمختګ سبب شي.
بل پلو پریکړه وشوه چې تر دې وروسته به غونډې په دوراني ډول ترسره کېږي او د ځای او وخت په اړه به يې حالاتو ته په کتو سره پریکړه کېږي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروسې په سرته رسولو کې دریواړه محترمینو ډاکتر صاحب عجب ګل نیاز ، اینجینر احمد ویس او نصرت الله وفا د زړه له کومې هلې ځلې او نه ستړي کیدونکې هڅې کړي چې مننه او کور وداني ورته وایو.

په درنښت
 نجیب الله پیمان