Home خانه

د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د خپل موجوديت اعلان وکړ

May 31, 2015

harakat 200د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان ګوند د خپل موجوديت د اعلان ترڅنګ په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره هڅې ګړندۍ کړي. ياد شوي ګوند، نن په کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې خپل موجوديت اعلان کړ او په ترڅ کې يې د حرکت انقلاب اسلامي د مؤسس مولوي محمد نبي محمدي د مړينې د ديارلسم تلين يادغونډه هم ترسره شوه.

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند په ۱۳۵۷ کال د مولوي محمدنبي محمدي په مشرۍ تاسيس او په ۱۳۸۱ کال کې د ده تر مړينې وروسته له تېرو ۱۳ کلونو راوروسته يې مشري د محمدموسی هوتک پر غاړه وه، خو د روان کال د وري په ١١مه د دې ګوند په ټاکنو کې مولوي قلم الدين د دې ګوند مشر او موسى هوتک يې د مرستيال په توګه وټاکل شول. خو د دې ګوند يو شمېر نورو غړو، نن "د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان" په نوم د يو بل ګوند د موجوديت اعلان وکړ او مولوي عبدالحکيم منيب يې د مشر، مولوي محمد منور او مولوي عبدالحی سالک يې د مرستيالانو په توګه وګومارل. د دې ګوند مشر مولوي عبدالحکيم منيب په دې ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره يواځنۍ لار دا ده، چې د جګړې ښکېلې ډلې په پوره ډاډ د خبرو مېز ته کېني او د سولې خبرې پيل کړي. دى وايي: "دغه ګوند له تاسيس څخه تراوسه په هېواد کې د تلپاتې سولې غږ پورته کړی، اوس هم د دې ګوند اصلي هدف په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات ټينګښت دی او کوښښ به وکړي، چې د سولې د ټينګښت لپاره حل لارې ولټوي." هغه زياته کړه، ګوند به يې د هېواد په کچه د ځوانانو د راټولولو او د هغوی لپاره د زده کړو د لارو چارو په برابرولو کې مرستې وکړي. په ياده ناسته کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي دويم مرستيال او د حزب وحدت د ګوند مشر محمدکريم خليلي د ملي وحدت د حکومت له مشرانو په هېواد کې د سولې د ټينګښت او افراطيت پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.