Home خانه

"د مس عینک قرارداد نیمګړتیاوې لري"

shahrani د افغانستان د کانونو وزارت وايي، چې د مس عینک قرار داد نیمګړتیاوې لري او له همدې امله د افغان حکومت او د چینايي کمنۍ له خوا په دغه قرارداد کې ځینې ورکړل شوې ژمنې ښايي عملي نشي.   د کانونو وزیر وحیدالله شهراني ونه ویل، چې په قرارداد کې مشخصً کومې نیمګړتیاوې دي او کومې ژمنې به یې عملي نشي.   خو هغه ددې قرارداد د نیمګړتیاوو پړه د کانونو وزارت د هغه وخت پر مسوولینو واچوله او ویې ویل دغه قرار داد د یوې بې طرفې مرجع له خوا نه و څارل شوی.

 

ښاغلي شهراني وویل، چې د وخت چارواکو له چینايي کمپنۍ سره دا هم منلې وه چې په ساحه کې عملاً د کار له پیلیدو مخکې به د قرارداد متن نه خپریږي.   نوموړي وویل:   "له بده مرغه څه چې د عینک په قرارداد کې ویل شوي دي، ښايي ټول موضوعات او تعهدات عملي نشي. په دې شک نشته چې کله دغه قرارداد لاسلیک شو، هغه ټولې نیمګړتیاوې چې پکې وې، هغه د وخت د چارواکو پورې اړه لري او هغه اوازې چې راپورته شوې، هیڅ کورنۍ او نړېوالې ادارې رد نه کړې."   په لوګر کې د عینکو د مس کان قرارداد په  ۲۰۰۷ کال کې د کانونو د پخوانی وزیرابراهیم عادل او د  چین د ام سي سي کمپنۍ ترمنځ لاسلیک شوی.   ام سي سي کمپنۍ به درې ملیارډه ډالره پانګونه پرې کوي.   موږ هڅه وکړه چې ددې قرارداد په اړه د ښاغلي عادل نظر هم واخلو خو ونه توانیدلو.   پخوا هم داسې ادعاوې شوې چې د مس عینک قرارداد غیر شفاف دی چې د وزارت پخوانیو چارواکو بیا رد کړې دي.   د کانونو وزیر وايي چې په قرارداد کې د ستونزو له امله افغان حکومت هم ونه توانیده چې په لومړي سر کې خپلې ځینې ژمنې عملي کړي خو په وروستیو کې یې ځینې کارونه وکړل.   ښاغلي شهراني وویل، چې د چین له ام سي سي کمپنۍ سره به له سره مذاکرات پیل کړي چې هغوی هم خپلې ژمنې عملي کړي:   "اوس موږ له ام سي سي کمپنۍ سره چې مقابل لوری دی د خپلو حقوق پوهانو له لوري په مذاکراتو کې یو چې اول موږ ته اجازه راکړي چې دغه قرارداد چاپ کړو او بیا د قرارداد په کومو ځایونو کې چې خامي، نیمګړتیاوې او محدودیتونه دي، هغه اصلاح کړ او هغه غیر واقع بینانه شرایط اصلاح کړو چې له امله یې دغه شرکت قرارداد ګټلی دی.  ښايي په دې مسایلو ډیر ژر له هغوی سره مذاکرات پيل شي."   که څه هم چارواکي نه وايي چې د مس عینک د کان په قرارداد کې کومې ژمنې نه دي عملي شوي خو چې کومې خلکو ته څرګندې دي هغه هم تراوسه نه دي عملي شوي.   له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورګاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برېښنا فابریکې د جوړولو تر څنګ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې تر اوسه یې د عملي کیدو څرک نه دی لګیدلی.   که څه هم د څه وخت راهیسې چینایۍ کمپنۍ د عینکو د مس کان د ویستلو لپاره په ساحه کې د امادګۍ ځینې کارونه پیل کړي، خو څرګنده نه ده چې ایا د قرارداد له مخې به یې عملاً ویستل تر دوه زور څوارلسم کال پورې پیل شي او که نه.

منبع ویب سایت رادیو ازادی