Home خانه

د لوګر پخواني والي طالبانو ته باج ورکاوره!؟

atiqullah lodin خبریاله: سوله - د لوګر قومي مشران وايي چې د (ام سي سي) چينايي کمپنۍ له خوا د دوی د ځمکو او کورنو د خسارې د جبران په موخه ۸۳ مليونه  افغانۍ په غير قانوني ډول د لوګر پخواني والي (لودين) ته ورکړل شوي دي ،چې دوی ته ندي رسيدلې. دوی ادعا لري چې دغه پيسې د نوموړي سکرتر دوه تنه مشاورينو ،حاجي شوکت او حاجي عثمان او يو څو نورو ملکانو ترمنځ ويشل شوې دي.

سربيره پردې عتيق الله لودين د مس عينک د استملاک پيسې، د دې کان د بې ځايه شويو لپاره ښارګوټی، د امريکايي ځواکونو اډه (شينګ) قرارداد، د ولايت د مامورينو د۲۱ کوډ څخه په ناقانونه توګه د پيسو ايستل او يو شمير نورې بې قانونه کړنې شاملې دي .

 

د لوګر ولايت يوشمير قومي مشران او چارواکي د دې ولايت پخوانی والي عتيق الله لودين په دې تورنوي چې ده  وسلوالو طالبانو ته باج ورکاوه.

دوی وايي چې پخواني والي عتيق الله لودين وسلوالو طالبانو ته د ځان او د يو شميرشخصي پروژو د ساتلو لپاره پيسې ورکولې او نوموړي له لوګر ولايت څخه خپلې ولسوالۍ محمد اغې ته يوازې په يوموټرکې تګ راتګ کاوه.

د محمد اغې ولسوالۍ  د محلي شورا پخوانی ريس او قومي مشر حاجي حيدري د مس عينک د پروژې په اړه وايي :« په دغه پروژه کې له شفافيت څخه کار ندی اخيستل شوی او په ملينونونه افغانی پکې ورکې شوې دي .

نوموړی وايي ، د دې پروژې په شاوخوا کې د زيانمنو شويو کورنيو په نامه چينايي کمپنۍ ۸۰ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې وي خو شل فيصده ېې هم  خلکو ته ندي ورکړل شوي او نورې ټولې پکې د پخوانيو چارواکو له خوا پټې شوې دي .

د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشرحاجي محمد رحيم هم ورته خبره کوي او وايي چې د مس عينک د زيانمنو شويو کورنیولپاره چې کوم ښارګوټی جوړ شوی دی په غير قانوني توګه د زيانمن شويو پر ځای نورو خلکو ته پکې نمرې ورکړل شوي دي .

نوموړی وايي د لوګر پخوني والي او د محمد اغې اوسني ولسوال چنايي کمپنۍ ته خپل نږدې کمشن کاران د سيمې د نماينده ګانو په توګه ورپيژندلي وو او د سيمې خلک ترې هیڅ نه ول خبر.

حاجي رحيم وايي د ياد ښارګوټي په پروژه باندې ۳/۱ مليونه ډالر لګښت  راغلی چې يوازې پکې يونيم ډالر مصرف شوي او نورې ټولې پيسې پکې ورکې شوې دي .

دلوګر ولایت یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې د پخواني والي د ناقانونه پيسو يوه برخه د وسلوالو طالبانو د يوه قومندان مولوي کبير د خپلوانو په لاس په خپله مولوي کبير ته رسيدله.

نوموړی وايي پخواني والي دې کړنو،چې وسله والو ته ېې پيسې ورکولې، لوګر ېې نا امنه او ډيرې سيمې ېې د وسلوالو طالبانو لاس ته واچولې .

د لوګر ولايت يوتن پخوانی چارواکی د نوم نه ښوودلو په شرط وايي : د امريکايي ځواکونو اډه،چې د شينګ په نامه ياديږي د پخواني والي عتيق الله لودين او د يو شمير نورو کسانو له خوا امريکايانو ته په ۲/۶مليونه ډالر کرايه ورکړل شوې وه.

نوموړی چارواکي وايي چې د دې پيسو څخه يومليون ډالر د عتيق الله لودين، يو ميليون د هغه شاوخوا کسانو او د ځمکې د خاوندانو او شپږلکه ډالر وسلوالو طالبانو ته ورکړل شوي دي .

د لوګر ولايت د سکتوري چارو  ريس محمد رسول کامران څخه مو هم په دې اړه پوښتنه وکړه چې ايا د دوی رياست ته د يادو پروژو د قراردادونو اسناد دوی ته ورغلي؟ نوموړی د مالوماتو له ورکولو ډده وکړه.

له بلې خوا د ولايت مقام دح واله جاتو مدير وويل، پخواني والي د مامورينو د۲۱ کوډ څخه په غير قانوني ډول څلور مليونه افغانۍ د اپراتفي پيسو په نامه ايستلې دي.

همدا راز نوموړي زياته کړه چې څلور رزه ليتره تيل ېې په غير قانوي ډول اوس هم قرض داره دی .

خو د لوګر پخوانی والي عتيق الله لودين دغه خبرې نه مني او وايي چې هر څه ېې د قانون په چوکاټ کې کړي دي .

نوموړی وايي که څوک اسناد لري چې نوموړي په پروژو کې درغلي کړې، دی  یې ځواب ویلو ته تیار دی. ده طالبانو ته د پیسو د ورکولو تور هم په کلکه رد کړ.

د لوګراوسنی والي محمد اقبال عزيزي وايي چې تر اوسه پورې د خلکو دغه شکايتونه په رسمي ډول نه دي ورغلي.

منبع وب سایت تاند