Home خانه

په ارزه کې د ولايتي شورا د رييس عبدالولي وکيل غلاوې

abdul wakil logar

 په ارزه کې د ولايتي شورا د رييس عبدالولي وکيل غلاوې

کله چې د لوګر ولایت دازرې ولسوالی شفاخانې باندې ځان مرګی برید تر سره شوه نو د هغه ځان مرګي برید کې ډیری ماشومان، میرمنې سپین ږیري واړه او غټ کڼ شمیر زخمیان او شهیدان شول.

اول خو د لوګر ولایتی شورا رېئس داکتر صاحب عبدالولی د شهیدانو په اکرامیه کې پوره روپۍ ورنکړې د شهیدانو او زخمیانو کورنو ته د هر زخمی نه یی (۲۰۰۰۰) افغانۍ او د شهید کورنی نه یې ۵۰۰۰ افغانی  واخستې چې ټولې  لس لکه او څو روپۍ کیدې.

 هغه شفاخانه چې ځان مرګی برید پکې شوی وه په بشپړه توګه ویجاړ شوې وه دغه شفاخانې ته د خارجي موسسو او د MRCI  ، او یوناما لخوا ورته یوه خیمه چې قیمت یی ۳۲۰۰۰ ډالروه او ۷۰۰ کارتنو نه زیاته دوا دغه  شفاخانې سره مرسته وشوه خو د بده قسمت او  زموږ د ولایتي شورا د ریئس او یو څو نورو غلو لخوا په خپل منځ کې تقسیم کړه.

دغه د شهیدانو او زخمیانو دوسیه ریئس صاحب جمهور کرزي ته په ارګ کې په يوه غونډه کې د لوګر یو وکیل یاده کړه چې ریئس صاحب جمهور ستا امضا په دې ملک کی نه چلیږي هغه فرمان یي ورته ښکاره کړ او ورته يي ويل چې ریئس صاحب د ازری شهیدانو او زخمیانو اکرامیه وه او د دوا او تجیر یي هم ورته یاد که نو د هغه وکیل نه کرزی خپل فرمان وغوښت.

 وکیل صاحب ورته ټوله دوسیه ورکړه خو کرزي صرف خپل فرمان واخيست او د دوا او خیمې مسله پاتې شوه .

کرزي لوی څارنوال ته امر وکړ چې  دا دوسیه و څیړي همدا وه چی عبدالولی ونیول شو او څو ورځی بندي شو او د شهیدانو او زخمیانو وارثیونو ته یي خپل حق ورکړ او د داو او خیمې چا غم و نه خوړ همداسې پاتې شوه .

اوس به راشم د دواه باندې به لږ رڼا واچوم!

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی د کلینیک لپاره یوناما، MRCI او نورو موسساتو چې 700 کارتنو نه زیاته مرسته کړې وه سره د یوې خیمې چې قیمت یې 32000 ډالره وه چی دغه دواه د ازرې لپاره ډیر شی وه .

دا دواه د داکتر عبدالولی په غوښتنه د صحت عامې له روغتون نه ووته او د ملي ادرو د ۴ پیاده لیوا مرکز ته ور وړل شوه او بیا د داکتر عبدالولي  په امضا د دغه ځای نه ووته او دې ځای نه چې وتې ده د ۴پیاده لیوا نه چې ووته بیا چا په سترګو نه ده لیدلې چې دوسیه یې په قضائي محکمو کې پرته ده او څوک نشته چې تپوس یي وکړي.

پرون ورځ 14/4/1392 تاریخ باندې د ازرې په ولسوالی د کڅ په سیمه کې د محلی پولیسو په پوسته باند طالبانو حمله کړی وه یو محلی پولیس زخمی شوی وه د طیارو د نه رسیدو او د دوا دنشتوالي له امله 18 ساعته وروسته خپل ژوند د لاسه ور کړ چی د غه شهید خون هم د داکتر عبدالولی په غاړه ده.

نو باید په ډیر تعصب سره ووایم که چیری د دغی دوا او تجیر پوښتنه کړی وای نو نن به ولی زمونږ دغه ورو شهید کیده.

د ازری والسوالی تیلی فون نمبر 0202852133 او 0202851232 دا نمبر د ازری ولسوالی په بازار کی ده که له ولسوال او یا قومندان سره مو کار وي نو دی خبر ورکوي او را غواړي يي.

او که چی نور معلومات غواړی چی دا خبره رښتیا ده که دروغ نو کولی شم چی کره اسناد درته وښیم او د هر چانه چې پوښتنه کوی دغه نمبر درته پیدا کولای شم.

ازره وال لوګری.          

منبع : ویب سایت افغان ځواک

يادونه: دا ليکنه د ليکوال خپل نظر دی افغان ځواک پکې کمی او زياتی نکوي، ليکوال پوه شه او ځواب يي.