Home خانه

د شهید سردار محمد داود خان قاتل په کابل کې دی

shahed sardar m. dawud د کره معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د لومړي جمهور ریس شهید سردار محمد داود خان قاتل او په افغانستان کې د وینو د تویولو سرلاری جنرال امام الدین همدا اوس په کابل کي دی. جنرال امام الدین د جمعه دین زوی د لوګر ولایت اصلی اوسیدونکی دی.

نوموړی د ثور د اومی نیټی د خونړی کودتا د وژنو بنسټګر بلل کیږي چې د کودتا په هغه لومړیو ساعتونو کې يې د هیواد لومړی ولس مشر، سره له ټولی کورنی په شهادت ورسولو. نوموړي څو واره په خپله خوله اقرارکړی او نورو لوړ رتبه کمونستانو په خپلو لیکنو کې شهادت ورکړی چي د افغانستان لومړی جمهور ریس سردار محمد داود خان، د جنرال امام الدین په لاس چي هغه وخت اافسر و، په شهادت رسیدلی دی. وروسته بیا نوموړی د خپل همدی په اصطلاح انقلابي عمل له امله د جنرالی عالی رتبی ته ورسید.

 

د نوموړی نیونه او محاکمه کول د افغانستان د خلکو له لویو غوښتنو یوه ده. مونږ د افغانستان له لوي څارنوالی سره د بریښنا لیک له لاری دغه خبر شریک کړی. د رسنیو له لاری يی خپرول ځکه اړین بولو چی په اداره کي شته فساد خدای مکړه د دغه قاتل د وتو لار هواره کړي. نوموړی نیږدې یوه میاشت مخته کابل ته ننوتی او د اختر په پینڅمه ورځ له کابل نه د وتو تکل لري. جنرال امال الدین د ناروی هیواد اروپايي پاسپورت لري او نوم يې په پاسپورت کی داسی لیکل شوی: کورنی نوم: جمعه دین  نوم : امام الدین Surname: Jomaddin  Given names: Emamoddin

که نوموړی له کابل ووت نو دا به د پارلمان لخوا د کورنیو چارو په لری کړل شوی وزیر ښاغلی جنرال پتنګ د فساد یو بل تور ورزیات کړي او په لویه څارنوالی کې شته فساد به په اثبات ورسوي  د یادونی وړ دی چې د نوموړی سره په دی سفر کی د کورنی غړی هم تللی دي چی د ټولو کورنی نوم یو شان یعنی جمعه دین دی. د لوي څارنوالی لخوا د نوموړی ممنوع الخروج اعلانول به د هغه نیونه اسانه او د عدالت لار هواره کړی.

دا خبر د هغه لوړ رتبه هیت د غړو له مینځه راوتلی چی څه موده وړاندی په کاری سفر د ناروی هیواد ته تللی ول او له جنرال امام الدین سره یي لیده کاته شوی و. ویل کیږي نوموړی د یاد هیت په ډاډ چې د کورنیو چارو وزارت پوری اړوند دی کابل ته په سفر راغلی دی. د یادونی وړ دی چي جنرال امام الدین د کابل د سفر لپاره اوس ږیره پریښي او په مونډی ږیره کي لیدل شوی دی. د یوې عادللانه محکمي په هیله. د ۱۳۹۲ کال د اسد۱۴ کابل - افغانستان

را لیږونکی: وحید الله