Home خانه

لوګر کې يو قومي مشر او څلور پوليس ووژل شول

1393/09/04

mohammad agha 200bد لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو يو قومي مشر وواژه او دغه راز د ماين چاودنې څلور پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د ليندۍ په ٤مه وويل، ناپېژانده وسله والو نن سهار د يادې ولسوالۍ د لشکري خېلو په سيمه کې د حاجي نبي په نامه يو قومي مشر وژلى دى.

دروېش وايي دا قومي مشر چې د ټولنيزې شورا مرستيال هم دى، وسله والو هغه مهال پر ډزو وژلى چې د سهار د لمانځه لپاره جومات ته پر لاره و.

د والي وياند وايي، تر دې پېښې يو ساعت وروسته پوليس سيمې ته پر لاره و، چې پر موټر يې ماين چاودنه شوې، څلور پوليس په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د محمداغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار وويل ، دا پوليس د وژل شوي قومي مشر د پېښې څېړلو لپاره سيمې ته ورتلل.

هغه ياده پېښې د هېواد د دښمنانو کار وباله .

د لشکري خېلو د کلي اوسېدونکي لطيف الله وويل ، چې قومي مشر حاجي نبي سهار وختي پر ډزو سره وژل شوى او هغه پوليس چې د دې پېښې د څېړلو لپاره پر لاره و، پر موټر يې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وويل ، پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دى يې د شمېر په تړاو معلومات نه لري.

تراوسه کومې ډلې د يادو پېښو مسووليت نه دى اخيستى.