Home خانه

پوهنې وزارت د لوګر ښوونکي په ستاینلیکونو وستایل

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې ، لیندۍ دویمه نیټه 

maaref logar 200aد لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۹۷ تنه غوره او مخکښ ښوونکي د پوهنې وزارت له خوا په امتیازي ستاینلیکونو وستایل شول. دغه ښوونکي، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ او زده کوونکو ته د ښې روزنې او زده کړې د ورښودلو له امله د یاد وزارت له لوري وویاړل شول.

د ستایل شویو ښوونکو له ډلې ۱۵ تنه په لومړۍ ، ۱۷ تنه په دویمه او ۶۵ تنه نوریې په دریمه درجه ستاینلیکونو له امتیازي معاشونو سره یوځای ونازول شول ، چې ۱۵ تنه یې پکې ښځینه ښوونکې دي.
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر̓ستانکزي̒ د پوهنې وزارت له دې ستاینې څخه د مننې ترڅنګ وایې، چې په دې کارسره به ښوونکي لاوهڅول شي ترڅوزده کوونکو ته ښه تدریس ورکړي.
د ویلووړده، چې په تیروکلونو کې هم د لوګر ډیرشمیرښوونکي د پوهنې وزارت له لوري په ساینلیکونو ستایل شوي دي.