Home خانه

په لوګر کې یوه زده کوونکي سکواټور جوړ کړی

elev logar 200د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد د هلکانو لیسې یو تن زده کوونکي زین الله خپل جوړکړی سکواټور ماشین نندارې ته وړاندې کړ. زین الله د شپږم ټولګي زده کوونکی دی او سکواټور ماشین یې د ساینس مضمون له ورکړل شوې کورنۍ دندې وروسته په شپږو ورځو کې جوړ کړی.

د دې سکواټور په جوړولو کې د لرګیو له تختو، د پیچکاریو له سورنج او پیپونو څخه کار اخیستل شوی، چې د اصلي سکواټور په شان هر ډول حرکت کولای شي.
د لوګر د پوهنې رییس انجینر محمد اکبر ستانکزي وویل، چې دوی به د دې زده کوونکي د لاتشویق لپاره دغه سکواټور د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړومعینیت ته ولیږي او هلته به یې هم نندارې ته وړاندې کړي.
د زده کوونکي پلار نیک نامیر وویل، چې زوی یې د لوړ استعداد خاوند دی او پوهنې وزارت باید په بهرکې ورته د زده کړې زمینه برابره کړي.
د یادونې وړده ، چې په لوګر کې دا لومړی ځل دی، چې د یوه ښوونځي زده کوونکی په خپل ابتکار سره دا ډول ماشین جوړوي.