Home خانه

په لوګر کې د بدني روزنې جمنازیم پرانسته وشوه

خبرجوړونکی: شیرمحمد«ستانکزی»

warzish 1 200دلودین خصوصي سرپټې جمنازیم  دلړم په ۲۹ مه دیوې جوړه شوې غونډې پرمهال  پرانستل شو، په دغه پرانسته غونډه کې دلوګرولایتدولایتي شورا وکیل سید قریبالله سادات، دالمپیک آمر ډاکټرعبدالولی د ستانکزی، د لودین د جمنازیم مسؤل نقیب الله لودین، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست  د ځوانانو عمومي مدیر محمدکاظم ابراهیم زاده، دځینی دولتي ادارو مسؤلینو، د سپورټ مینه والو او ګڼ شمیر لوبغاړو ګډون کړي ؤ.

 

د غونډې لومړی ویناوال د ولایتي شورا وکیل سیدقریب الله  سادات ګډون والوته  دسپورټ په برخه کې وینا وکړه، هغه د ورزش په اهمیت اودسپورټ دمعلوماتو تر ورکولو وروسته  په  خلکو غږ وکړل چې تنها د ورزش لپاره نباید لوګري ځوانان کوښښ وکړي بلکې دپوهې ډیوې روښانه کولو په برخه کې دلازیات قوت ته زور ورکړي او خلک وهڅوي ترڅو د زده کړې فرهنګ په کلیوالي سیموکې پیاوړې کړي .

warzish 1 380warzish 2 380warzish 3 380

بیا د لوګر ولایت  د المپیک آمر ډاکټرعبدالولید ستانکزي د داسې عصري  سرپټې جمنازیم په لوګرولایت کې د سپورټ په ډګرکې یوه لویه لاسته راوړنه  وښودل هغه خوښي څرګنده کړه، چې دلوګرځوانانو او دسپورټ مینه والوته دلوبوکولو دځای زمینه برابره شوه.  ستانکزي  دیاد جمنازیم له مسؤل څخه  مننه اوقدردانی وکړل، چې  دسپورټ په برخه کې لازیاتې  هلې ځلې  کړي دي. ورپسې څوتنو نوروهم د ورزش او سپورټ په اړه ویناوې وکړې، دانسان دبدن په ساتنه او دښه روغتیا په خوندیتوب کې ورزش کول ګټور وبلل او دانسان د دماغ او ذهن په روښانتیا کې يې مهم عنصر سپورټ کول وګڼل چې باید هر وکړی ورزش وکړي. دغونډې په پای کې  یوشمیر لوبغاړوته  دلودین جمنازیم دمسؤل لخوا برابرشوې سوغاتونه او تحفې  ورکړل شوې. نقیب الله لودین د بدني روزنې لوبغالې مسؤل دلوګراونیزې خبریال ته په خبروکې وویل: دغه  سرپټې لوبغالې چې د نیم جریب ځمکې پرسر په عصري توګه رغاول  شوې، مالي لګښت يي سل زره امریکايي ډالره کیږي. لودین زیاته کړه، زما موخه دبدني روزنې دلوبغالې په جوړولوکې  دلوګریوځوانانو د سپورټ په برخه کې د  پیاوړتیا اودورزش په ډګرکې د دوی دلاښه ځلیدو اوتشویقیدولامل   په ګوته کړل. دلودین په خبره، په دغه جمنازیم کې دوالیبال، فوتبال، باسکتبال ، وشوو، کرکټ، کامپتوا اوتکواندولوبې د لوبغاړو لخوا په بیلابیلو وختوکې ترسره کیدای شي.هغه په یاد لوبغالې کې دنندارچیانو دځایدو شمیر ۶۰۰ تنه وښودل. څوتنو لوبغاړې چې د لودین خصوصي لوبغالې په پرانستل کیدو ډیرخوښ اوخوشحاله بریښیدل، هغوی زمونږخبریال سره په ځانګړومرکو کې ویلي دي: چې ددې لویاوعصري جمنازیم  په پرانستو سره لوګریولوبغاړوته نورهم جرئت ورکوي ترڅو په ملي اوبین المللي سپورټي سیالیوکې برخه واخلي، ځکه دوی اوس کولای شي خپلې لوبې په دې ورزشي جمنازیم کې تمرین کړي . یاده دنه وي، چې دا لومړی سرپټې لوبغالی دی، چې په لوګرولایت کې دیو تاند او هڅاند ځوان  نقیب الله لودین لخوا په شخصي لګښت جوړشویدی.

خبرجوړونکی: شیرمحمد«ستانکزی»