Home خانه

په لوګر کې له اووم تر دولسم ټولګیو پورې کلنۍ ازموینه پیل شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبې، د لیندۍ لومړۍ نیټه

azmoena logar 1 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د منځنۍ او ثانوي دورې له زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر نن پیل شو. هغه بیلا - بیلې غونډې، چې د دې ازموینې د پیل په موخه د حامد ̓کرزي̒ او د کوچیانو په لیسو کې جوړې شوې وې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وزیراحمد ̓مهمند̒ د ښوونیزې څارنې او ارزونې آمرفضل عمر پکې برخه لرله.

 

دغه ازموینه د پوهنې وزارت د لارښوونې په اساس، چې د همدې میاشتې تر ۱۵مې نیټې پورې به دوام وکړي پیل شو.
اوس مهال په لوګر کې ۷۰ لیسې ، ۷۴ منځني او ۱۲۲ لومړني ښوونځي شته، چې په دغو کې د نجونو ۲۴ لیسې ، ۱۷ منځني او ۳۵ نور لومړني ښوونځي دي.

azmoena logar 1 380azmoena logar 1 380azmoena logar 3 380

 د لوګر په سږنې کلنې ازموینه کې ۱۵۰ زره زده کوونکي برخه لري، چې ۵۰ زره یې انجونې دي. 
په ټول لوګر کې دا مهال داسې کوم تړلی ښوونځی شتون نه لري، چې زده کوونکي یې د دې ازموینې له ورکولو بې برخې کړي وي.
د لوګرد پوهنې ریاست د ښوونیزې څارنې او ارزونې کارکوونکي پر ښوونځیو ګمارلي دي ترڅو د دغې ازموینې د اخیستلو له پروسې په بشپړه توګه څارنه وکړي. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې د لومړنۍ دورې له زده کوونکو هم کلنۍ ازموینه له دې مخکې د لسو ورځو په ترڅکې اخیستل شوې ده.

په درنښت
محمدشاه پورعرب
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند