Home خانه

لوګر کې چاودنې د دوو پوليس افسرانو په ګډون درې کسان وژلي

1393/08/28

attak logar 200په لوګر ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس وژ ل شوي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان د لړم په ٢٨مه وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته دوه بجې په بره کي برک ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زياته کړه‌ چې په چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، يو ټپي دى او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين وويل چې پوليس د ولسوالۍ په بره کي راجان سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې پر مو‌ټر يې چاودنه وشوه. دى وايي چې د چاودنې له امله د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.

 

د ولسوال په وينا، ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوى، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. وسلوالو طالبانو ددې چاودنې مسووليت په غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې څلور پوليس يې وژلي دي.