Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس په پرمختیایې غونډه کې برخه واخیسته

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې ، لړم ۲۸مه

logar poheena 200د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو او مرسته کوونکو موسسو د رئیسانو ترمنځ په میاشتنۍ ولایتي پرمختیایې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه، چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې د سکتوري ریاستونو له لوري د راتلونکي ۱۳۹۴ ولایتي پرمختیایې لپاره د وړاندېز شوېو پرمختیایې پروژو د انتخابولو په هکله بحث او خبرې وشوې. 
په دغه غونډه کې د نوموړي کال د ولایتي پرمختیایې پلان لپاره د پوهنې په سکتور کې ۱۱۸ بیلابیلې پرمختیایې پروژې وټاکل شوې.