Home خانه

د لوګر د ولايتي شورا د کانديد په مشرۍ د غلو ډله ونيول شوه

خبریال: هجرت الله ساحل Monday, 17 November 2014

mohammad agha 200aد لوګر ولايټ امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې ېې د وسلوالو غلو يوه ډله نيولې چې مشري قومي مشر او ولايتي شورا ته یوه کاندید کوله. د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي وويل چې دغه کسان ېې د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کاندید په کور کې نيولي خو د کور خاوند، چې د قومندان په ادعا د غلو د ډلې مشر دی تښتېدلی مګر زوی یې نیول شوی دی.

نوموړی وايي ،چې دغو شپږو کسانو د کابل – ګردېز په لويه لار د محمد اغې په ولسوالۍ کې د پوليسو په جامه کې له لوېې لارې څخه موټر ګرځول او بيا ېې ترې پيسې اخيستلې.

اسحق زی وايي له دغو کسانو سره دوولس جوړه د امنيتي ځواکونو جامې ،دوه ټوپکه، او نور زيات شمېر وسايل نيول شوي دي .

دی وايي، له دغو کسانو سره ېې يوه لارۍ موټر خوراکي توکي،چې دوی ګرځولي و او يوه سراچه موټر هم نيولي دي .

د لوګر امنيه قومندان وايي چې نیول شوی مشر تېرې ولايتي شورا ته کانديد و او څه مهال وړاندې ېې د هغو لارينونو لارښوونه کوله چې د فساد پر ضد په لوګر کې شوي وو.

د ده په خبره په غلا تورن شوی پخوانی کاندید اوس مهال له سيمې څخه تښتېدلی دی خو د پوليسو له خوا یې د نيولو هڅې روانې دي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې هم په محمد اغې په ولسوالۍ کې څو څو ځله له موټر چلونکو څخه پېسې اخيستل شوي او موټرې ېې ترې بيول شوې دي .