Home خانه

د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، لړم ۲۶ مه 

logar maaref 200د لوګر د پوهنې رئیس د والي په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې برخه واخیسته. دغه غونډه، چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.

په دې غونډه کې له اجندا سره سم د لوګرد پوهنې ریاست په ګډون د یو شمیر نورو ریاستونو له خوا دغې غونډې ته د شویو وړاندیزونو د پریکړو په تړاو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.