Home خانه

اميري: د عينکو د مسو کان تخنيکي ستونزې لري

کابل ۱۳۹۳/۰۸/۲۲

wali logar 200aد لوګر والي وايي، د مس عينکوکان تړون تخنيکي ستونزې لري چې له امله يې د دغه کان د استخراج چارې ځنډېدلې دي. د مس عينکو د را ايستو تړون شپږ کاله مخکې له چينايي اېم سي سي کمپنۍ سره لاسليک شو چې له مخې به يې ياده کمپنۍ په دې پروژه او د اړوند زېربناوو په پراختيا کې پنځه ميليارده ډالره پانګونه کوي او له دې پروژې به افغان دولت په کال کې ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالر عوايد ولري.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د عينک مس په نړۍ کې د مسو تر ټولو ستر کان دى چې تر اوسه ترې هېڅ مس نه دي ايستل شوي او د ٤٣ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت په کې ٢٥٠ ميليونه ټُنه مس تخمين شوي دي.

خو د لوګر والي نيازمحمد اميري نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د ياد کان تړون پنځوس سلنه تخنيکي ستونزې لري چې له امله يې د کان چارې ځنډېدلې دي.

څو ورځې وړاندې د کانونو وزير بيا د مشرانو جر ګې په غونډه کې ويلي و چې د عينک مسو کان تړون چارې په دغه کان کې د تاريخي اثارو د شتون له امله ځنډېدلې دي.

خو امير زياته کړه: "د تاريخي اثار شتون لس سلنه خو د کان په تړون کې تخنيکي ستونزو ٥٠ سلنه د دغه کان استخراج له ځنډ سره مخ کړى."

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د تړون د لاسليک پر مهال په کان کې د تاريخي اثارو او ماينونو د شتون په اړه چينايي کمپنۍ ته څه نه دي ويل شوي له دې پرته نورې تخنيکي ستونزې هم لري.

دغه راز اميري د لوګر د امنيتي وضعې په اړه وويل چې له تېر يوه کال راهيسې د لوګر امنيتي حالات د قناعت وړ دي او کومه ځانګړې امنيتي ستونزه نشته .

هغه زياته کړه: "په ځينو سيمو کې کورني او بهرني وسله وال فعاليتونه لري خو په هغې کچه نه چې په نورو ولايتونو کې دي او امنيت په ټوليزه توګه هم په عمومي سړک او هم په کليو او بانډو کې ډېر ښه دى.

د هغه په وينا، په تېر يوه کال کې به څوک داسې بېلګه را ونه ښيي،چې کله د جګړې ، ماين او يا هم د کوم توغندي له امله عام خلک خو څه چې ان دولتي کسان له ستونزو سره مخ شوي وي."

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د لوګر په امنيه قوماندانۍ کې ځانمرګى بريد وشو او له امله يې د دغه ولايت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سبزعلي ووژل شو.

هغه په لوګر کې د وسله والو مخالفينو له لوري د خلکو د ستونزو حل کول رد کړل او ويي ويل: "هغه مخالفين نه، بلکې قومي مشران دي چې له ډېر پخوا دا زموږ په هېواد کې رواج دى چې د خلکو ستونزې له قومي لارو هوار وي."

اميري دا هم وويل چې په دغه ولايت کې پرمختيايي کارونه هم په سمه توګه پرمخ روان دي او ښاري پراختيا وزارت له تفصيلي پلان سره سم يې خلکو ته د استوګنې لپاره ځمکې وېشلې دي.

د هغه په وينا، په لوګر کې ٢٦٦ ښوونځي شتون لري او شاوخوا ١٥٠ زره زده کونکي په نورمال ډول په کې زده کړى کوي او د ښوونکو په برخه کې هم ستونزي نه لري.

خو ده د لوړو زده کړو له وزارت څخه غوښتنه وکړه چې د لوګر لپاره په هغې سيمه کې پوهنتون ورغوي چې د دوى له لوري ورته په ګوته شوې ده.

هغه زياته کړه: "موږ ورته يو ځاى په نښه کړى خودوى په هغې سيمه کې پوهنتون جوړوي چې تر لوګر پکتيا ته ډېره نږدې ده."

د اميري په وينا، په کابل کې يو شمېر کسان د لوګر د امنيت، پرمختيايي پروګرامونو او نورو چارو په اړه ناسمې څرګندونې کوي چې دغه کار بايد ونه کړي؛ ځکه لوګر ولايت خلکو ته بل ډول معرفي کېږي خو والي د چا نوم ياد نه کړ.

هغه وايي: "لوګر تل له کابل نه متضرره شوى دلته يې په اړه ناسمې څرګندونې کيږي خو زما خبرې د محکمې د پرېکړې په څېر دي، هيڅ دې خو اخوا په کې نشته.))

اميري داسې مهال يادې څرګندونې کوي چې لوګر له پلازمېنې کابل سره نښتى ولايت دى او د هېواد د هغو ولايتونو په کتار کې دى،چې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي .

ملی پیوند راډیو