Home خانه

طالبانو، د افغانستان په ختیځ کی، د افغان قواؤو په اډو باندی حمله وکړه

taleban baraki 200د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د افغانستان د لوګر په ولایت کی، د افغان او بهرنیو قواؤو په امنیتی اډو باندی د دغی ډلی دغړیو د حملی خبر ورکړ. زموږ د خبریال د رپوټ له مخی، د طالبانو ویاند، ذبیح الله  مجاهد، ادعا وکړه چی، نن سهار د دغی ډلی غړیو، د لوګر ولایت د برکی برک ؤلسوالۍ ته څیرمه، پر بهرنیو پوځیانو او افغان امنیتی قواؤو باندی حمله وکړه چی، له کبله یی، یو ټانګ ویجاړ شو، او د هغه  ۴  تنه سپرلی ووژل  شول.

د یو بل خبر له مخی، نن سهار، د بهرنیو پوځیانو کاروان، د ننګرهار ولایت د مرکز،  جلال آباد ښار په  نزدیوکی، د طالبانو د یو بم لرونکی موټر تر حملی لاندی ونیول شو، او ویجاړ شو، چی په دی حمله کی هم زیات شمیر بهرنی  پوځیانو ته  مرګ ژوبله واوښتله .