Home خانه

د ازرې د ځانمرګي بريد له زيانمنو سره مرستې وشوې

شیرمحمد((ستانکزی))

logar azra 200دازرې ولسوالۍ د ځانمرګې برید له امله زیانمنو کسانو سره مرستې وشوې.د دومیيلونو اته لکو پنځوس زرو افغانیو؛ مرسته د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د ځانمرګې برید له زیانمن شو کسانو سره، چې په دغه بریدکې ځاني زیان لیدلي ؤ مرستې وشوې.د لوګر د سرپرست والي د ویاند دین محمد درویش په خبره؛ دغه مرستې د لوړ پوړې هیت چې د وزارتونو استازو څخه جوړ او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو منتخب وکیل انجنیرصاحب خان هم ملګرې ؤ د جمهوري ریاست د مقام پلاوي پوهاند حمیدالله فاروقي ترمشرۍ لاندې پرون دلړم په ۲۰ مه د لوګر ولایت د سرپرست والي نیازمحمدامیري سره په ګډ سفر نوموړې ولسوالۍ ته سفر وکړل.

درویش زیاته کړه، دجمهوري ریاست دمقام په هدایت دشهیدانواوټپیانوسره دمرستې په منظورچې دلړم په لسمه ځانمرګې برید دازرې په ولسوالۍ کې ترسره شوي ؤ، چې په پایله کې ۲۷ تنه زمونږهیوادوال شهیدان اوټپیان کړي ؤ، ددولت له ۹۹ کود څخه دوه میلونه  اته لکه پنځوس زره افغانیو مرستې وشوې، چې هرشهیدته یولک افغانۍ او هرټپی ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوې.

شیرمحمد((ستانکزی))