Home خانه

ډاکټرمحمدآصف صدیقي مشرانوجرګې ته دسناتورپه توګه وپیژندل شو

شیرمحمد((ستانکزی))

m. asef sediqi 200دلړم په ۱۹ مه دلوګرولایت دولایتي شورا په ریاست کې دټاکنو دطرزالعمل سره سم دمشرانو جرګې دسناڅوکۍ لپاره ټاکنېترسره شوې، په دغه ټاکنو کې دولایتي شورا ټول وکیلان حاضرؤ. دمشرانوجرګې دسناڅوکۍ ته دوه تنه وکیلانو؛ ډاکټر محمدآصف صدیقي او ډاکټرعبدالولي وکیل ځانونه ونومول، چې په پایله کې ډاکټر محمدآصف دپنځه رایو په ګټلو وکړای شول چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي او ډاکټرعبدالولي وکیل دڅلور رایو په اخیستو پاتې راغی.

په دغومراسمو کې دولایت مرستیال فیض محمدمیرزا زاده، دلوګردټاکنوخپلواکې ادارې مشر ډاکټرنعمت الله وردک او دمدني ټولنو استازوګډون درلود. دویلو وړده، چې دلوګرڅخه دوتنه دمشرانوجرګې لپاره غوره کیږي، چې یوتن يي دولایتي شورا اوبل تن يي دولسوالیو دشورای لخوا، داچې دولسوالیوشورا شته والې نه لري، نو وروسته به په دې اړه غور وشي، چې کوم شخص به دغې څوکي ته وروپیژندل شي.

شیرمحمد((ستانکزی))