Home خانه

د لوګر دارالمعلمین پر ښځینه محصلینو نغدي مرسته وویشل شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې ، لړم ۲۱ مه

logar mapp 200د لوګر ولایت په دارالمعلمین کې د مخکې خدمت پروګرام له ۱۵۷ تنو ښځینه محصلینو سره د پیسو نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د پوهنې وزارت د سکالرشیف پروګرام له لوري، چې په ټولیز ډول ۲۶۸۱۲۸۰ افغانۍ وې پر ۱۵۷تنو مستحقو محصلینو وویشل شوې.
په دغه مرسته کې ۱۰۳ تنومحصلینوته ۲۰۱۶۰ افغانۍ اوپاتې ۵۴ تنو نورومحصلینو ته ۱۱۲۰۰افغانۍ ورکړل شوې.

د دغې مرستې موخه د ښوونکو د روزنې په پروګرام کې د شته ښځینه محصلینو تشویقول او د زده کړو په برخه کې د دوی د ستونزو لرې کول دي.
د ویلو وړده،چې په تیروکلونوکې هم د لوګر دارالمعلمین له ښځینه محصلینوسره ورته نغدي مرستې شوي دي.