Home خانه

په لوګر کې کلنۍ ازموینه پیل شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، سه شنبې، عقرب ۲۰مه

logar test 3 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو په لومړنیو ښوونځیو کې د لومړنۍ دورې له زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو. دغه ازموینه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت د پریکړې سره سم نن پیل او د همدې میاشتې ترپایه به دوام ومومي.

د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې، چې د منځنۍ او ثانوي دورې له زده کوونکو به دغه ازموینه د قوس د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د دغې میاشتې ترپنځلسمې نیټې پورې به دوام وکړي.
اوس مهال په لوګر کې ۲۶۶ فعال ښوونځي شتون لري او نږدې ۱۵۰ زره زده کوونکي پکې پرزده کړو بوخت دي.

logar test 1 380logar test 2 380logar test 3 380

 د دغو ښوونځیو له جملې ۱۲۲ لومړني ، ۷۴ منځني او پاتې ۷۰ نوریې لیسې دي، چې په دغو کې د نجونو ۳۵ لومړني ، ۱۷ منځني او ۲۴ لیسې دي.
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر̓ستانکزي̔ د ښوونیزې څارنې او ارزونې ټول کارکوونکي پر ښوونځیو مؤظف کړي دي ترڅو د ازموینې د اخیستلو له پروسې بشپړ څارنه وکړي. 
د لوګرد پوهنې ریاست له خپلو ټولو زده کوونکو غوښتنه کوي، چې خپل درسونه تکرارکړي او د ازموینې لپاره پوره چمتوالی ونیسي.