Home خانه

په لوګر کې عثمانیه دارالحفاظ ته نوې ودانۍ جوړه شوه

خبرپاڼه  سه شنبه، لړم ۶مه
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر

darulhefaz 3 200د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ترجوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د جوړې شوې ودانۍ د پرانیستې لپاره د نوموړي دارالحفاظ په انګړکې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وزیراحمد مهمند، د پوهنې ښاري آمر خواجه محمد سیف الرحمن، دیني عالمانو، قومي مخورو او طالب العلمانو پکې ګډون درلود.

 

دغه نوې یوه پوړیزه ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، میزاو څوکۍ، ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړینې اسانتیاوې لري، چې د جوړیدو چارې یې شاوخوا یو کال وخت ونیو.

darulhefaz 3 380darulhefaz 1 380darulhefaz 2 380

په دې ودانۍ نږدې شپږ نیم میلونه افغانۍ لګښت راغلی ، چې د پوهنې وزارت د پوهنې کیفیت د لوړولو د ملي پروګرام ̕ ایکویپ ̔ له خوا ورکړل شوي دي. 
په دغه دارالحفاظ کې دا مهال ۸ سوه طالب العلمان پر زده کړو بوخت دي، چې د دې ودانۍ له پرانیستو سره ورته خوندي تدریسي چاپیریال برابرشو.
دغه ودانۍ د لوګرد پوهنې ریاست د تدریسي مرستیال ښاغلي وزیراحمد مهمند له لوري پر ورکړل شوې یو جریب ځمکه کې جوړه شوې ده. 
د یادونې وړده، چې په لوګر کې د یوه بل دارالحفاظ په ګډون د پنځو ښوونځیو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ هم ګټې اخیستنې ته چمتو دي او ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

په درنښت
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر