Home خانه

په لوګر کې شپږو تنو ته د فضلیت پکړۍ ور وتړل شول

خبرپاڼه، سه شنبه، لړم ۶مه
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر

madrassa logar 4 200د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ ۶ تنو د قرآن کریم حافظانو ته د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د فضیلت پکړۍ ور وتړل شوې. 
په هغه غونډه کې، چې د نوموړي دارالحفاظ په انګړکې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست پرمسوولینو برسیره، دیني عالمانو، قومي مخورو اوطالب العلمانو پکې لرله.
دغو حافظانو ته د پاک قرآن کریم د حفظ له نهو کالو زده کړو وروسته د فضیلت پکړۍ ور وتړل شول.

 

madrassa logar 1 380madrassa logar 2 380madrassa logar 3 380madrassa logar 4 380

فارغ شویو حافظانو ډیره خوښي څرګنده کړه ، چې دوی د خپلې سیمې په دارالحفاظ کې د قرآن حافظان شول. 
د یادونې وړده ، چې نوموړی دارالحفاظ په ۱۳۷۳ کال کې تاسیس شوی ، او اوس مهال پکې اته سوه طالب العلمان پر زده کړو بوخت دي.

په درنښت
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر