Home خانه

په لوګر کې ښوونکو، معلولو او معیوبو زده کوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړشو

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبه، لړم ۴ مه 

work shap logar 1 200د لوګر د مرکز او ولسوالیو د یو شمیر ښوونځیو ښوونکو ، معلولو او معیوبو زده کوونکو ته دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پیل شو. 
د لوګر د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي محمد صادق "ستانکزي" د یاد ورکشاپ د پیل په مراسموکې وویل، چې دوی د معلولو او معیوبو زده کوونکو حقونو ته پوره درناوی کړی دی.

هغه په دې ورکشاپ کې له برخه اخیستونکو ښوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې ورکشاپ کې د معلولو او معیوبو زده کوونکو د حقونو په تړاو یادیدونکي مسایل نورو ښوونکو او زده کوونکوته هم ور رسوي. 
دغه ورکشاپ د سویډن کمیټې په مالي مرسته د کرنې او وترنرۍ انستیتوت د غونډو په تالارکې جوړشوی او ۷۰ تنه ښوونکي، معلول او معیوب زده کوونکي پکې برخه لري.

work shap logar 1 380

work shap logar 2 380

 په دې ورکشاپ کې برخه اخیستونکو ښوونکو ، معلولو او معیوبو زده کوونکو ته د معلولو او معیوبو زده کوونکو د حقونو او هم له دوی سره د غوره چلند په تړاو روزنه ورکول کیږي. 
د یادولو وړده، چې په لوګر کې دا لومړی ځل دی ، چې د معلولو او معیوبوزده کوونکو د حقونو په تړاو داسي ګټور ورکشاپ جوړیږي.