Home خانه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال له لوګر څخه لیدنه وکړه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، میزان ۲۹مه 

marasteal logar 5 200د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرسیتال نن لوګر ولایت راغی او د لوګر له ولایتي چارواکو او د یوشمیر تخنیکي اومسلکي ښوونځیو څخه یې لیدنه وکړه. 
نن له غرمې وروسته د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلی محمد آصف "ننګ" لوګر ته راغی او لومړۍ د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" له خوا ورته د کانونو په انسټیټوټ کې ښه راغلاست اوهرکلی وویل شو.

 

وروسته د پوهنې وزارت راغلی مرستیال ښاغلی محمد آصف "ننګ" د لوګر د پوهنې له رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" سره یوځای د کانونو ، کرنې او وترنرۍ له انسټیټوټونو او همدا رنګه د تخنیکي لیسې له اداري او تدریسې چاروڅخه کتنه وکړه.

marasteal logar 1 380

 

marasteal logar 2 380marasteal logar 3 380marasteal logar 4 380marasteal logar 5 380

له دغې کتنې وروسته د پوهنې وزارت راغلی مرستیال د لوګرد پوهنې ریاست ته راغی او د لوګر د پوهنې ریاست له مرستیالانو او نورو کارکوونکو سره یې وکتل. 
په دې کتنه کې، د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" په لوګرکې د پوهنې د وضعیت په هکله د پوهنې وزارت مرستیال ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
ورپسې د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلی محمد آصف "ننګ" لوګرته د خپل کړي سفرپه اړه وویل، چې لوګرته د ولایتي چارواکو د لیدنې اوهم د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د څیړنې لپاره راغلی یم.
هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې د لوګرد پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او زه د پوهنې وزارت په استازیتوب د لوګر د پوهنې ریاست د ټولو کارکوونکو ستاینه کوم. 
تر دې کتنې وروسته د پوهنې وزارت مرستیال د لوګرد پوهنې ریاست ته د نوې جوړیدونکي څلورپوړ یزې ودانۍ د کارله بهیرڅخه هم لیدنه او څارنه وکړه.
ورپسې د پوهنې وزارت مرستیال د لوګرد پوهنې له رئیس او مرستیالانو یوځای د لوګرله والي ښاغلي نیازمحمد "امیري" سره هم لیدنه وکړه. 
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت مرستیال د لوګر له والي سره د لوګرد پوهنې د وضعیت د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې اوهم یې له هغه سره د پوهنې وزارت نوي پلانونه شریک کړل. 
د دې کتنې په پای کې د پوهنې وزارت مرستیال په پل علم ښار کې د سوداګرۍ او د بي بي آمنې د نجونو له لیسو څخه هم لیدنه وکړه. 
د یادولووړده، چې د پوهنې وزارت نوموړی مرستیال په تیرو کلونو کې هم لوګرولایت ته ډیر ځلې راغلی دی.