Home خانه

د لوګر د پوهنې ریاست، د چهلتن او عثمانیه دارالحفاظونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي دی

د لوګر دپوهنې ریاست:

aktab logar 1 200د لوګر د پوهنې ریاست، په لوګر کې نجونو او هلکانو ته د عمومي زده کړو ترڅنګ دوی ته د اسلامي زده کړو په برخه کې هم تر ټولو ښه زمینه برابر کړې ده. همدا اوس په لوګر کې د یوه دارالعلوم په ګډون درې دارالحفاظونه او ۲۲ دیني مدرسي شتون لري ، چې شاوخوا ۳۶۶۱ تنه طالب العلمان پکې زده کړې کوي.

د لوګر د پوهنې ریاست د پوهنې وزارت او د نړیوالې ټولنې په مرسته هڅه کوي ترڅو پاتې هغو دارالحفاظونو او دیني مدرسو ته چې لاهم لازم ښوونیزچاپیریال نلري، په راتلونکي څو کلونو کې نوې ودانۍ جوړې کړي.

aktab logar 1 380aktab logar 2 380aktab logar 3 380

د بیلګې په ډول د لوګرد پوهنې ریاست د سږ کال په جریان کې د چهلتن او عثمانیه دارالحفاظونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي،چې ډیرژربه دغه دواړه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 
داهم د عثماینه دارالحفاظ د ودانۍ انځورونه.

د لوګر دپوهنې ریاست