Home خانه

لوګر کې د لرګيو پر سرای اورلګېدنې لسګونه ميليونه افغانۍ زيان اړولی

عبدالمقصود عزيزي:

chubfroshi logar 1 200پل علم (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د لوګر ولايت د لرګيو په سراى کې د اور لګېدنې له امله د لرګيو لسګونه پلورنځي او د اره کَشۍ فابريکې سوځېدلي دي.
د پل علم ښار اړوند د لرګيو په سراى کې دا اورلګېدنه د نامعلوم علت له امله تېره شپه ناوخته رامنځته شوې، چې ډېر مالي زيانونه يې اړولي دي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا اورلګېدنه تېره شپه رامنځته شوې او سره له ډېرې هڅې سره هم ټول سرای وسوځېد.

 

هغه وويل چې د اورلګېدنې لامل نه دى معلوم خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
امنيه قوماندان وويل: ((اور ډېر په شدت کې وو، پوليسو او اور وژونکې ډلې ډېره هڅه وکړه چې مړ يې کړي خو ونه توانېدل.))
بلخوا د دغه سراى د لرګيو پلورونکو ټولنه د لوګر والي او ښاروال تورنوي چې ګني په ياده پېښه کې لاس لري.
د دې ټولنې مشر حاجي باقي احمدزى وايي په دې پېښه کې لرګو ١٩ پلورنځي او د اره کشۍ فابريکې سوځېدلې چې د ده په وينا د٥٠ ميليونه افغانيو په ارزښت زيانونه يې اړولي.
احمدزي پژواک ته وويل: ((دغه سراى د ښار به شنه ساحه کې دی، ښاروال يې ځمکه خرڅه کړې؛ موږ ته يې څو ځلې د وتلو امر وکړ خو له برخوردونو سره، سره موږ پاتې شوو. نو له دې امله چې موږ له دې ځايه وشړي دا اورلګېدنه يې رامنځته کړه.))
ده وويل، ١٣ کاله کېږي چې دلته لرګي پلوري خو تر اوسه داسې پېښه نه وه رامنځته شوې؛ ځکه د ده په وينا ياد سراى ته څېرمه نه هم د تېلو پلورنځي شته او نه د برېښنا مزي.
باقي احمدزي د لوګر والي نيازمحمد اميري او ښاروال احمدخان الفت په مستقيمه توګه په دې اورلګېدنه کې په لاس لرلو تورن کړل.
د يادې ټولنې مشر له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې دغه ولايت ته پلټونکى پلاوی ولېږي څو د پېښې څرنګوالى معلوم کړي.
خو د لوګر ښاروال او د والي وياند بيا په دې اړه هغه خبره ردوي چې ګواکې والي او ښاروال په ياده اور لګېدنه کې لاس لري.
د لوګر ښاروال احمدخان الفت د يادو تورونو په ردولو سره پژواک اژانس ته وويل چې حکومت د خلکو د سر او مال د ساتنې مسووليت نه هغوی ته زيان اړول.
بلخوا د والي وياند دين محمد دروېش پژواک اژانس ته د لرګيو په سراى کې د اورلګېدنې پېښه تاييد کړه خو په هغې کې يې د والي نيازمحمداميري لاس لرل رد کړل.
دروېش وويل چې د يادې پېښې د څرنګوالي په اړه به جدي څېړنې وکړي.
ځايي ولايتي چارواکو لا تر اوسه د دې اورلګېدنې د مالي زيانونو په اړه څه نه دي ويلي.
د يادولو ده، د لوګر ولايت د لرګيو دغه پلورنځي د يو سراى په څېر ساحه لري او شاوخوا ١٠ جريبه ځمکه يې نيولې ده.


ورته راپورونه:
سناتوران د پاکستان د بريدونو په اړه له ولسمشر سره ګوري
 خوست مېشتې وزيرستاني کډوال ژمنيو مرستو ته اړ دي
"کاسا تړون به د سيمې پر امنيت هم مثبت اغېز ولري"
طالبانو غزني کې د پاڅون کوونکو يو قوماندان وژلى
 لوګر کې د لرګيو پر سرای اورلګېدنې لسګونه ميليونه افغانۍ زيان اړولی