Home خانه

!د الحاج محمد اکبر(ستانکزی) د اختر مبارکی پیغام

دلوی خدای ج په نامه

مورجانی پورته کړه نن بیالاسونه   داختر ورخکی ددوعا لاسونه

ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه    هغه دسولی ژوندون بیا وغواړه

الحاج محمد اکبر (ستانکزی):

haji akbar 200ګرانوهیواد والو تر هرڅه د مخه د نړی ټولو مسلمانانو په ځانګړی ډول دافغانستان مسلمان ځوریدلی دردیدلی او مظلومو خلکو ته د لوی اختر مبارکی په داسی حال کی وړاندی کوم چی دخندا پسی یی پر شوڼدو خوری وی دلوی خدای ج له درباره خپل ګران اولس ته دخوشاله او نیکمرغه اختر هیله لرم لوی اختر چی مسلمان امت دخدای ج دربار ته دحضرت ابراهیم ع داطاعت او دحضرت اسماعیل ع دخان تیریدنی یو لوی درس دی درنو هیوادوالو زمونږپه هیواد کی د دری لسیزو ناخوالو اوجګړو له عمله هره ورخپه لسګونو مظلوم او بی وسه افغانان د جګړی قربانی کیږی.

 

هره ورخیو نه یوه مور یوه خور او یوه میرمن بی سرپرسته اوپه رانه میدان د خدای در ته پاتی کیږی د اختر ورخیپه زیاتو کورنیو کی دغم درد مرګاو ژړا او په رنګرنګینی او در دیدلی وی باید ووایم او له تاسوټولو مسلمانان وروڼو څخه هیله وکړم چی جګړه د حل لاره نه ده راخیچی د پخلاینی او سولی د ټینګښت لپاره یو موټی شو اود خبرو جرګو او لوی جرګو له لاری دتل پاتی سولی لپاره هلی ځلی وکړو تر څو د جنګجګړو او ولسی قربانیو کمپله زمونږد ګران ویاړلی هیواد افغانستان څخه د تل لپارهټوله شی یوځل بیا ټولو مسلمانانو او په ځانګړی توګه افغان ځوریدلی اولس ته نیکمرغه او خوشحاله اختر غواړم هره ورخمو اختر،اختر مو بختور!