Home خانه

د لوی اختر د رارسیدو په اړه د لوګر امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحکیم ((اسحق زي)) د مبارکۍ پیغام

abdul hakim 200لومړۍ ترهرڅه دمخه د لوی اختر د را رسیدوله کبله خپل ټولو هیواد والوته خصوصاً د لوګر شریفو، متدینو او مجاهدپال ولس ته اوهمدارنګه د دولت او دکورنۍ چارو وزارت محترمې رهبرۍ ته خپل دزړه له کومې د لوی او نیکمرغه اختر مبارکي وایم. خدای د وکړي، چې دعه اختر دخیر، عافیت ، سولې او صفا اختروي. الله تعالی دوکړي، چې  دافغانستان میړنی ولس دا اختر په خوښیو او خوشحالیو سره ولمانځي او دغم ټغر ددې اختر د رارسیدو سره د افغانستان د پاکې خاورې څخه ټول شي.

  د لوګر شریف خلکوته داپیغام لرم: چې داختر په مناسبت مونږډیرجدي امنیتي تدابیرنیولي دي، زمونږټول امنیتي ځواکونو تعهد کړې، چې دخپل وطنوالولپاره داختردلمانځلو په موخه ښه امنیت تامین کړو، دوی چې دخپلې خاورې دساتلو او دلوګرخلکو سره مینه لري دخپلو ژمنو او تعهداتو له مخې ویلي چې مونږ کورونوته نه ځواودلوګرولایت دخلکوامنیت به ساتو.  په لوګرکې داختر په مناسبت دامنیت تدابیرپه پوره توګه نیول شویدي موونږبعضي قطعات ولسوالیوته چې هلته مودناامنیو ګواښونه احساسول هغوی ته مونوې منتظره قطعات ولیږل، ترڅو دولسوالیوامنیت هم ټینګ وي.بیاهم دلوګرټولوخلکوته داوایوچې دلوګرټولو ځایونوکې دلمانځو داداءکولوپه موخه امنیتي تدابیر نیول شویدی او هیڅ دناامنیو تشویش او دناامنیواحساس ونه کړي اوداخترلمونځ په پوره ډاډ سره اداء کړي. په پای کې دلوی خدای څخه غواړو، چې زمونږپه هیوادکې دایمي سوله او امنیت تامین شي.