Home خانه

!د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په اړه د شیرمحمد «ستانکزي» د مبارکۍ پیغام

شیرمحمد «ستانکزی»

sher mohammad eid 200د افغانستان میړني، زړور، په  دین مین، مجاهد پال او باتور ملت ته د نیکمرغه لوی اختر په رارسیدو خپل مبارکي وړاندې کوم.  خدای دوکړي ، چې دغه لوی اختردافغانستان دتل پاتې سولې، امن ، یوالی، وروولۍ اودخوښیوڅخه ډکې هیلی او آرزوګانې ولري.

درنواوقدرمنو هیوادوالو! 

   نیکمرغه لوی اختر داسلام دمقدس دین په تاریخ کې ستره اسلامي فلسفه، ارزښتناکې ځانګړتیاوې، لوړمقام اوبرکت لري؛ چې ددې سپیڅلې مقام اوبرکت په بنسټ زه دګران هیواد افغانستان میړني ولس څخه هیله کوم: چې دغه نیکمرغه لوی اخترپه خوښیو، خوشحالیو، یوالې، او اتحاد سره ولمانځي. یوبل ته د ورورولۍ او اخوت لاسونه ورکړي، دکینو، عداوت اوبعض څخه ځانونه وساتي، دهغو وروڼوپه منځ کې چې خفګان رامنځته شوي وي، باید په دې مبارکه ورځ دیوبل کره راشه او درشه وکړي اوپه صمیمانه توګه یوبل ته د ورورګلوی غیږه خلاصه او مخکني عداوت شاته وغورځوي.

نور ولولۍ pdf! 

 ګرانو هیوادوالو!

   لکه څنګه چې ددې اخترسره سم دافغانستان منتخب ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني خپل کار رسماٌ دهیوادوالوپه چوپړکې پیل کړل، دا دهیواد لپاره یو بل اخترکڼل کیږي. ددې اخترلپاره باید ټول هیوادوال دخپل نوی منتخب ولسمشرپه حکومت کې یوبل ته د وروري لاسونه ورکړي دهیواد په سمسورتیا، جوړونه او ودانولوکې پوره ونډه واخلئ. نور دوینوتویولو، ورور وژنو او وطن خرابولوڅخه لاسونه ډ¬ډه وکړي او په آرام اوسوکاله افغانستان کې ژوندته دوام ورکړي. په پای کې دلوی څښتن تعالی لوی دربارته لاس لپه کوم، چې دغه اختر زمونږپه ګران افغانستان کې دتل پاتې سولې، امن، ثبات، پرمختګ، ملي یوالی ټغروغړوي. زمونږ هغه وطنواوال چې په داڅو لسیزو جنګ اوجګړو کې کړیدلي اوځوریدلې دي د د غو ناخوالو، بدمرغیو ، بی عدالتیو، ستونزو، کړاونو اوننګونوڅخه خلاصي ومومي، دسولې او امن په فضاء کې خپل راتلونکی ژوند په سوله ئیزه او آزادانه فضاء کې تیر کړي. یوځل بیا دنیکمرغه لوی اخترمبارکي تاسو درنواوپتمنو ولس ته وایم . اخترمومبارک شه!

شیرمحمد «ستانکزی»