Home خانه

د لوی اختر په ویاړ د لوګر د پوهنې د رئیس پیغام

پنځه نۍ ، تله ۱۳۹۳

maref logar 1a 200لوی اختر یو داسې ستر دیني، ټولنیز او کلتوري مناسبت ګڼل کیږي، چې لایزال خدای (ج) د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې پر مسلمانانو لورولی او په کال کې یو ځل د مسلمانانو د خوښیو پر کور میلمه کیږي.  نو تر هر څه د مخه تاسو ټولو قدرمنو هیوادوالو، د پوهنې مینه والو، درنو ښوونکو او ګرانو زده کوونکو ته د دې ستر الهي جشن په مناسبت مبارکي وایم او هیله من یم، چې له خپلو درنو کورنیو سره یو ځای د لوی اختر شیبې د خوشحالۍ، امن، سولې او سکون په فضا کې تیرې کړئ.

 

د دې ستر مناسبت په ویاړ د لوی الله (ج) دربار ته لاسونه لپه کوم چې زموږ او ستاسو عبادتونه، قربانۍ او دعاوې په خپل مهربانه دربار کې قبولې کړي او هغه چاته چې د مبارکې کعبې د حج د فریضې د اداکولو او د حرمینو شریفینو د لیدلو ویاړ یې په نصیب شوی دی، هیله من یم چې لوی خدای (ج) د دوی ټولو حج قبول او په سلامتۍ سره یې بیرته خپلو کورونو ته راستانه کړي.

یو ځل بیا تاسو ټولو ته د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت مبارکي وایم او د لوی خدای (ج) له عظیم دربار څخه غواړم، چې زموږ هیواد ته تلپاتې سوله، خوښي، سعادت، هوساینه او نیکمرغي راولي او د اختر د دریو ورځو په شان مو ټول ژوند له خوښیو او خوشالیو ډک کړي.

و من الله توفیق

انجینرمحمداکبرستانکزی
 د لوګر د پوهنې رئیس