Home خانه

د ځمكو غصب دافغانستان په كچه په ځانګړې توګه په لوگر ولايت كې

جامعه مدنی لوگر:

madani tolena logar 200د ځمكو غصب دافغانستان په كچه په  ځانګړې توګه په لوگر ولايت كې هغه جدي ننګونه ده چې په پراخه كچه يې ددولتي حاكميت، ښې حكومتدارۍ، اجتماعي عدالت، بيارغونې ،امنيت، پرمختګ او ښاري پراختياپه وړاندې جدي ستونزې او ګواښونه رامنځته كړي او د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې يې د بيارغونې او انكشافي پروژو د تطبيق مخه ډب كړې.

 

 همداشان دغه ناوړه او بدمرغه ننګونه د ولسونو په منځ كې تشويش پيدا كړي دي او ډيرو بد مرغيو، فسادونو او بې عدالتيو ته يې زمينه برابره كړې ده .
د ځمګو دغصب د مخينوي لپاره د يوې منظمې تګ لارې اوقوي ميكانيزم په يو ځانګړي چوكاټ كې جوړ او منظم شي اوټول مسوول ارګانونو بايد داسې تدابير اتخاذ كړي چې د غاصبين مخه ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

جامعه مدنی لوگر