Home خانه

د لوګر د پوهنې اوسنۍ رئیس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسې او د پوهنې د رسمي رئیس په توګه وټاکل شو

مطبوعاتي اعلامیه څلورنۍ ، تله ۹مه
محمدشاه پورعرب،  د لوګر د پوهنې ریاست ویاند او د مطبوعات ومسوول:

maref logar 1a 200د لوګر د پوهنې اوسنۍ رئیس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د پروسې او د پخوانې ولسمشر د حکم له مخې د پوهنې د رسمي رئیس په توګه وټاکل شو. په هغه غونډه کې، چې په دې تړاو د پوهنې ریاست د مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مرستیالانو ، د ولسوالیود پوهنې آمرانو ، د ښوونځیو منسوبینو ، ښوونکو ، او د یو نورو ریاستونو چارواکو پکې ګډون درلود.

 

 په دې غونډه کې لومړۍ د لوګرد پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مدیر ښاغلي عبدالظاهر"حریفال" له لوري د  ښاغلي انجینرمحمد اکبر"ستانکزي" د ټاکل کیدو په هکله د پوهنې وزارت  رالیږل شوی مکتوب د غونډې برخه والوته ولوستل شو. په دې مکتوب کې راغلي، چې ښاغلی انجینرمحمد اکبر"ستانکزی" د حضرت الدین زوئ د لوګر د پوهنې ریاست په دویم بست کې د آزادې سیالۍ له لارې د پوهنې وزارت په وړاندیز اود پخوانې ولسمشر ښاغلي حامد "کرزي" د حکم سره سم  د لوګرد پوهنې د رئیس په توګه ټاکل شوی.

maref logar 1a 380maref logar 2a 380maref logar 3a 380

په دغه رالیږل شوي مکتوب کې پوهنې وزارت هغه ته په ورسپارل شوې دنده کې د بریالیتوب هیله کړې ده.

د دې مکتوب تر لوستل کیدو وروسته د لوګرد پوهنې ریاست مرستیالانو، د پوهنې آمرانو  او د غونډې نورو برخه والو د پوهنې رئیس ته مبارکي  وویله.

ورپسې د پوهنې رئیس ښاغلي "ستانکزي" د پوهنې وزارت د باور او اعتماد څخه ، چې په ده باندې یې په دغه پست کې د ده د مقررۍ له امله کړې ده هم مننه وکړه.

پوهنې وزارت نوموړی  د ۱۳۹۱کال د تله په میاشت کې د لوګرد  پوهنې د سرپرست رئیس په توګه  وټاکه ، چې ترننه پورې یې دغه دنده په ښه توګه پرمخ یوړه.

هغه ۳۷ کاله عمرلري، د لوګرد محمدآغې ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د کابل پوهنتون د انجینرۍ له پوهنځي فارغ شوی.

د لوګراوسیدونکي هم د هغه پرټاکل کیدو خوښي څرګندوي او وایې ، چې نوموړي  د  خپلې  سرپرستۍ دندې پرمهال د لوګر د پوهنې لپاره ډیر کارونه ترسره کړي دي او دوی ترې خو ښ دي.

په درنښت

محمدشاه پورعرب

دلوګرد پوهنې ریاست ویاند او د مطبوعاتومسوول

ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۹۲۹۷۳۴