Home خانه

په لوګر کې د ښوونیزې څارنې او ارزونې کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

پل علم، د لوګرد پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، دوشنبه، تله ۷مه 

Maref Logar 1 200د لوګرد مرکز او ولسوالیو د ښوونیزې څارنې او ارزونې آمرانو او غړو ته د پوهنیزې کچې د لوړولو نهه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پائ ته ورسول شو. 
د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" د دغه ورکشاپ د پای په مراسمو کې د ورکشاپ له ګډون والو غوښتنه وکړه ، ترڅو په ورکشاپ کې یاد یدونکي مسایل په ښوونځیو کې پلي کړي.

 ښاغلي ستانکزي د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې او ارزونې د لوي ریاست له منسوبینو نه د دغه ګټور ورکشاپ په جوړولو کې مننه هم وکړه. 

دغه ورکشاپ د لوګرد پوهنې ریاست په غوښتنه د پوهنې وزارت د ښوونیزې څارنې او ارزونې د لوی ریاست لخوا د محمدي اسلامي دارالعلوم د غونډو په تالارکې جوړشوی وه.
په دې ورکشاپ کې د پوهنې ریاست او د ولسوالیو د ښوونیزې څارنې او ارزونې د آمریتونو ۸ آمرانو او د څارنې ۳۲ غړو ګډون کړی وه.

Maref Logar 1 380Maref Logar 2 380

Maref Logar 3 380Maref Logar 4 380Maref Logar 5 380

په دغه ورکشاپ کې ګډون والو ته د ښوونیزې څارنې او ارزونې د اساساتو، د ښوونیزې څارنې د ارزښت او رول، ښوونیزمدیریت ، راپورجوړونې، د اونیزي، میاشتني او کلني درسي پلانونو د جوړولو ، تفتیش او یو شمیر نورو موضوع ګانو په تړاو نوې روزنه ورکړل شوه. 
د محمدآغې ولسوالۍ د ښوونیزې څارنې او اروزنې آمرمحمد حنیف "ستانکزي" یاد ورکشاپ ډیرګټور وباله او زیاته یې کړه، چې دوئ په دغه ورکشاپ کې ډیر مهم مسایل زده کړل.