کابل کې د لفظي شخړې پای په مرګ؛ یو ځوان په ډزو وژل شوی
زاویه نیوز یوه ویډیو خپره کړې چې ادعا کېږي د کابل ښار د سرای شمالي سیمې د یوې پېښې اړوند ده. د راپور له مخې، پرون په یاده سیمه کې یو ځوان د ډزو له امله وژل شوی دی.
د زاویه نیوز د راپور او د عیني شاهد د څرګندونو له مخې، پېښه لومړی د دوو ځوانانو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې ده. ویل کېږي چې وروسته یو وسلهوال کس په موضوع کې مداخله کړې او پر هغه ځوان یې ډزې کړې چې د سیمې څخه د وتلو هڅه یې کوله.
د عیني شاهد په وینا، ځوان د سر په برخه کې په مرمۍ لګېدلی او ځای پر ځای یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پېښې ویډیو: https://www.facebook.com/share/r/18ihcKJoJg/
یادونه: دا معلومات د زاویه نیوز د راپور او عیني شاهدانو د څرګندونو پر بنسټ دي. تر اوسه د پېښې په اړه د اړوندو چارواکو رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.
#Kabul #Afghanistan #BreakingNews #NewsUpdate #HumanRights— i Afghanistan.