په پنجره کې حصار حکومت ، پټ رازونه !؟
۱. امريکايانو يو داسې ولسمشر غوښتلو چې پوځي وړتيا ولري خو حامد کرزی حتا پوځيانو ته د ويناوو کولو لپاره هم حاضر نه و، امريکايانو به کرزی ډېر هڅولو خو کرزي دې کار ته زړه نه ښه کولو.
۲. حامد کرزی په پوځي نقشه نه پوهېدو، کرزي په نقشه کې د يو ځای اؤ بل ځای ترمنځ حتا واټن هم نه شو مالومولی.
۳. عبدالرحيم وردګ ته حامد کرزي يوه ورځ وويل چې د امريکا له وتلو وروسته به دوه اونۍ وروسته ط.البان کابل بيا ونيسي.
۴. کرزی به د امريکا د ړندو بمباريو په اړه واضحه غږېدلو خو په دې اړه يې هيڅ هم په توان پوره نه وه. چې مخه يې ونيسي.
۵. په ۲۰۰۸ ز کال کرزي پاکستان ته ګواښ وکړ چې افغانان حق لري چې د پاکستان خاورې ته د تروريستانو د وژلو په موخه داخل شي.
۶. کرزی امريکايانو په وروستيو کې دومره تنګ کړی و چې حتا په ۲۰۱۰ ز کال کې يې په پارلمان کې وويل چې که نړيواله ټولنه په ما نور فشارونه راوړي زه به ط.البانو سره ملګری شم.
۷. داسې شايعات هم موجود وه چې حامد کرزي په ۲۰۱۴ ز کال کې ط.البانو ته ۵۰۰۰۰ ډالر اؤ يو اندازه مهمات هم ورلېږلي وه. چې امريکايانو ددې څخه اطلاع ترلاسه کړې وه.
۸. ط.البانو په تېره واکمنۍ کې غوښتل چې حامد کرزی په ملګرو ملتونو کې د ط.البانو سفير شي خو ملا ع.مر پرې هغه مهال شکمن شو چې د عبدالرشيد دوستم سره يې پټه ليدنه کړې وه. ملا ع.مر د يادې لېدنې په اړه مالومات ترلاسه کړي وه.
۹. حامد کرزی به ډېر ناروغه کېدو يو ځل ورته د ایکنبیري ميرمن يو ډول پوډر راوړل حامد کرزي په پنځه کسانو تجربه کړل ويريدو چې زهر نه وي.
۱۰. په کندهار کې به د عملياتو پر مهال امريکايانو له حامد کرزي د عملياتو امر غوښتلو.
حامد کرزي به ويل چې امريکايان غواړي ماته پخپل کندهار کې شخصي ستونزې جوړې کړي.
نوټ: دا د جاشوه پارټلو ليکنه ده تاسو يې په اړه څه نظرونه لرئ.
@داودامین