شیخ ادریس د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو
نن سهار د خېبر پښتونخوا د چارسدې ولسوالۍ کې مشهور دیني عالم شیخ ادریس د نامعلومو وسلهوالو له لوري په ډزو ووژل شو. د سیمې د سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی له خپل کور څخه د وتلو په حال کې و.
ځینې راپورونه ادعا کوي چې دغه برید د پوځي رژیم اړوند استخباراتي کړیو له خوا ترسره شوی، خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
شیخ ادریس څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ ملاتړ کړی و او د پوځ د مشر عاصم منیر ستاینه یې کړې وه. نوموړي ویلي وو چې عاصم منیر د پاکستان لپاره د عزت مقام ترلاسه کړی دی. د هغه دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او له سختو نیوکو سره مخ شو.