Home خانه

بریدمن امام الدين، د افغان تاریخ کړکېچنه څېره

بریدمن امام الدين، د افغان تاریخ کړکېچنه څېره:

«له خدای پرته بل چاته ته نه تسلیمېږيم» (شهید داود خان)

684474080 1281711217394413 1672746885506135488 nدا د شهید سردار محمد داود خان د ژوند وروستۍ خبرې وې چې د (۱۳۵۷) کال د ثور/ غويي مياشتې په (۸)مه نېټه د سهار په (۶:۱۵) دقیقو یې خپل قاتل لومړی بریدمن امام الدين ته وکړې.

کله چې د یاد کال د غويي مياشې په (۷)مه د حفیظ الله امين په امر او غوښتنه د کمونیست پلوه افسرانو له خوا په ارګ خونړی برید وشو په سبايې د ګارد سرتيري تسلیم او په دې توګه شدید مقاومت تقریباً پای ته ورسېد، له داوود خان څخه غوښتنه وشوه چې تسليم شي په ځواب کې نوموړي له کودتاچیانو غوښتنه کوي، چې اسلم وطنجار او قادر دې ورته راشي څو د تسليمېدو په شرایطو ور سره خبرې وکړي؛ خو د روایاتو پربنسټ ويل کېږي، چې د سردار داوود خان دغه غوښتنه د نور محمد تره کي له خوا رد او پرځای یې نوموړي(تره کي) د ریشخور له(۴۴۴) مې کومانډو قطعې وغوښتل چې دوی دې په خپلې نظامي مداخلې سره ولسمشر دستګیر او د ارګ د داخل خال، خال مقاومت دې ختم کړي.

682843484 1281711230727745 6475369429163579982 nد لومړي بریدمن امام الدين تر مشرۍ لاندي د يادې قطعې یو بلوک سرتیري راځي او له داوود خانه د تسلیمۍ غوښتنه کوي په ځواب کې ورته ویل کېږي، چې:« له خدای پرته کمونيستانو ته نه تسلیمېږيم» او سردار په خپله تومانچه په یاد افسر ډزې کوي چې دغه افسر په ښي مټ ټپي کېږي او دی هم (امام الدين) په ټپي حالت کې د کلاشينکوف یو شاجور/جاغور په دهلېز کې په موجودو کسانو خالي کوي چې په ترڅ کې یې د داوود خان په ګډون د ده د کورنۍ (۱۷) غړي په شهادت رسېږي له دې صحنې وروسته امام الدين بې سده او د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته لېږدول کېږي په سبا ېي په روغتون کې پورته ذکر شوی داستان امام الدين په خپله خوله خپلو ګوندي ملګرو او افسرانو ته، کوم چې د ده عیادت ته ورغلي بیان او زیاتوي:« چې ماهم دوی ټول په یو شاجور تشولوسره ستي کړل»

د یادونې وړ ده چې د امام الدین دغه انځور کي د یو تن بل افسر د خپلوانو له شخصي البوم څخه په عکس کې د موجودو دوه نورو کسانو د څېرې د نه ښودلو په شرط ترلاسه کړ،

امام الدين د جمعه دين زوی چې اصلآ د لوګر ولايت د زرغون ښار سيمې اوسېدونکی دی د وروستیو کورنۍ جګړو پر وخت د جنبش ملي ګوند لخوا په مزار شریف کې د خپل ګوند د ښوونې او روزنې رئیس په توګه وټاکل شو، او اوسمهال په ناروې هيواد کې د مسافرت ژوند کوي.

عزیزالله صدیق

  • •• ═══ ༻✿༺═══ •••

د تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه ليکنه/البوم له ملګرو سره شريک کړئ✅

د نورو ليکنو لپاره زموږ پاڼه:☚ mundigak.com

واټس اپ کي د ورته مضامینو د پاره: https://whatsapp.com/channel/0029VagkIR08KMqkFH17Ub2m

ټيک ټاک ☚: www.tiktok.com/@mandigakaf>