Home خانه

لاریون کوونکو خپل تحصن ته د پای ټکې کیښود

خبریال: شیرمحمد((ستانکزی))

tahasun logar 1 200د لوګر ولایت اوسیدونکو دیوې میاشتې دتحصن وروسته خپل تحصن يي پای ته ورسول او دتحصن خیمې يي ړنګې کړې. دغه تحصن په دې رامنځته شوې ؤ، چې په لوګر کې دوالي اوښاروال لخوا دلوړپوړو ودانیو پلورل او دشنوساحوبدلول په تجارتي ساحوباندې، چې په پایله کې دلوګراوسیدونکو دپراخو لاریون په ترسره کولو او دتحصن خیمې په لګولوسره دیوې میاشتې وروسته ددوی غوښتنوته مرکزي دولت پاملرنه وکړه اوتحصن کوونکوخپل تحصن ته دپای ټکی کیښود.

 

دغه مطلب مولوی سمیع الله راشد دتحصن کوونکو ویاند دیومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې پرون دوږې په ۱۶مه خبریالانوته خبرې کولې معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه تحصن کوونکو دسیمه ئیزې خپلواکې ادارې له رئیس سره دلیدنې اوکتنې په پایله کې عبدالخالق فراهي تحصن کوونکوته د ژمني ورکولو وروسته، د دوی غوښتنې دجمهوري ریاست مقام  ته ولیږدول شوې او د دوی قانوني غوښتنوته ځواب وویل شو، چې دافغانستان دولسمشردشفاهي هدایت  او دسیمه ئیزې خپلواکې ادارې دمکتوب په اساس دتحصن کونکو دریو غوښتنوله جملې څخه دوو غوښتنوته رسیده ګي وشو. راشد زیاته کړه، دسیمه ئیزوخپلواکې ادارې درئیس، دلوګرقومي مشرانو اوعلماوو په هڅواوهاندسره، شنه ساحه ترامرثاني پورې په خپل حالت پاتې او د لوړپوړې ودانیو دوسیې عدلي اوقضايي ارګانونوته لیږدول شویدي. چې زمونږ دغه دو غوښتنوته رسیده ګي شویدی. یوبل تن دتحصن کوونکو له ډلې څخه زمونږخبریال ته وویل، زمونږ د دریو غوښتنوله ډلې دو غوښتنوته مثبت ځواب اوباید دریمې غوښتنې ته هم رسیده ګي وشي، چې هغه دلوګرښاروال انجنیراحمدخان الفت د دندې څخه ژرترژره تبدیلول دي. په همدې اړه حاجي فضل آغا یوتن دعلماوو استازې او دشل کسیزې کمیسیون غړي چې دغه کمیسیون دشته وو ستونزو دحل په موخه جوړشوې. زمونږ خبریال ته وویل، شنه ساحه په لوګرولایت کې دسردارمحمد داودخان دواکمنۍ په مهال دماسترپلان سره سم شنه ساحه ده اوپه اوس وخت کې دلوړو ودانیود، دتجارتي مارکیټوجوړول او دموټرو تم ځای هم شتون نلري، چې په کې جوړشي. فضل آغا زیاته کړه،چې باید مرکزي دولت اودلوګرچارواکې دغې ساحې ته جدي پاملرنه وکړي.

خبریال: شیرمحمد((ستانکزی))