Home خانه

د لوګرد پوهنې ریاست کې د پوهنې سکتوري غونډه جوړه شوه

پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، وږي ۱۶مه

maref logar 1 200د لوګر د پوهنې رئیس په  مشرۍ د پوهنې سکتور اړوند ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د پوهنې شپږمه سکتوري غونډه نن جوړه شوه. 
دغه غونډه چې د پوهنې ریاست د مقام په دفتر کې د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر "ستانکزي" په مشرۍ جوړه شوې وه د پوهنې په سکتور کې د شاملو ریاستونو منسوبینو پکې ګډون کړی وه.


دغه میاشتنۍ غونډه له مهال ویش سره سم په هره میاشت کې یو ځلې جوړیږي او پکې د دغه سکتور د میاشتنیوکړنو او ستونزو په تړاو بحث او خبرې کیږي اوهم وړ تصمیمونه پکې نیول کیږي.

maref logar 1 380maref logar 2 380maref logar 3 380maref logar 4 380

په ننۍ جوړه شوې غونډه کې لومړۍ د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" له لوري د پوهنې په برخه کې د کړوکړنو، فعالیتونو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه میاشتنۍ راپور د غونډې برخه والوته واورول شو. 
وروسته په دې سکتور کې د شاملو ریاستونو راغلو منسوبینو هم د خپلو کړنو په اړه راپورونه د غونډې برخه والو ته واورول.
د غونډې په پای کې د ولایت مقام سلاکار ښاغلي محمد شریف په خپلو خبرو کې د تیرې یوې میاشتې په موده کې د لوګر د پوهنې سکتور په برخه کې شوي فعالیتونه وستایل.