د بابای ملت ظاهر شاه په اړه یو جعلي کتاب
زما د ژوند خاطرې:
په ۱۹۹۲ کال کې په کوټه کې اوسېدلم، هلته د مولوي زاهدي احمدزي یو کتاب ګوتو ته راغی، چې نوم یې دا و: (د افغانستان مسلمان ملت ظاهر شاه نه غواړي). کتاب پر خړ اخباري کاغذ چاپ شوی، سپينه پښتۍ یې درلوده، په لاس خطاطي شوی او تقریبا دوه سوه مخه به یې درلودل.
دا کتاب مې ځکه رانیو، چې له روسانو سره د جهاد په وختونو کې استاد سياف، استاد رباني او حکمتیار او د هغوی ړندو پلویانو په ظاهر شاه پسې خورا ډېر تورونه تړلي وه، ما ویل کېدای شي په دې کتاب کې د ظاهرشاه په اړه اسناد وړاندې شوي او یا د هغه په اړه سروې شوي وي.
کتاب ته مې ګونډه کت کړه او ښه په ځیر او یو څه انتقادي یا بې طرفانه نظر مې وکوت. کتاب څو فصله درلودل، لکه ظاهرشاه او اسلام، ظاهرشاه او اقتصاد، ظاهرشاه او کورنی سیاست، ظاهرشاه او بهرنی سیاست، ظاهر شاه او صنعت...
په زړه کې راوګرځېده، چې دا کتاب خو باید له بېلابېلو کارپوهانو څخه جوړه شوې کمېټه ولیکي، ځکه مولوي صاحب په یوازې ځان په سیاست، ډیپلوماسۍ، صنعت... موضوعاتو نه پوهېږي. د کتاب یوه نیمګړتیا دا وه، چې د هرې پېښې مکان او زمان نه و یاد شوی او ماخذ خو یې ګرسره نه درلود.
کتاب ډېرې خبرې درلودې چې باید ماخذ یې یاد شوی او یا روښانه شوي وای، خو زما په ذهن کې یوازې دوې خبرې پاته شوې. یو دا چې ظاهر شاه په خپله څلوېښت کلنه پاچهۍ کې حج و نه کړ. دوهم دا چې کله سلطان محمود غزنوي هندوستان فتح کړ، نو د سومنات د معبد طلايي دروازه یې افغانستان ته راوړه، خو ظاهر شاه د روسانو په منځګړتوب دا دروازه بیرته هندوستان ته ورکړه.
په ۲۰۰۰ کال کې مې (BBC) راډیو ته امتحان ورکړ او له کورنۍ سره له کوټې څخه پېښور ته کډه شوم. په ۲۰۰۲ کال د طالبانو حکومت نسکور شو او یو کال وروسته زموږ دفتر هم کابل ته یووړل شو او زما په ګډون د پېښور همکاران هم کابل ته ورسره کډه شول.
یو کال وروسته ناروغه شوم او پېښور ته ولاړم، تر هر څه مخکې د اسد دانش کتابفروشۍ ته ورغلم، د دانش دوکان نو له پخوا څخه د فرهنګیانو د بانډار ځای و او اصلي علت یې دا هم و، چې دانش صاحب ښه خوش طبعه او مېلمه پال انسان و. زما هدف دا و، چې دانش صاحب به ښه متخصص ډاکټر راته معرفي کړي، ځکه چې هغه ډېرې اجتماعي اړیکې درلودې او د پېښور د (ډبګرۍ ګارډن) په ډاکټرانو کې یې اصل او بدل ډاکټران سره جلا کولای شوای.
غرمه مهال دوکان ته یو سړی راغی، ږیره یې تر معمول اوږده وه، برېتونه یې دومره لنډ کړي، چې خریلو ته نژدې وه او د عربو غوندې سپين نازک دسمال یې پر سر اچولی و.
دانش صاحب زه او مولوي صاحب سره معرفي کړو او خپله په کوم کار پسې له دوکانه ووت، تر دې وروسته ما او مولوي صاحب بانډار شروع کړ.
د مولوي صاحب یو ښه عادت دا و، چې پراخه حوصله یې درلوده، خبرو ته یې پوره غوږ نیوئ، د تکفیر ټاپې یې په جیب کې نه ګرځولې او په ورین تندي یې بحث کاوه. بل ښه والی یې دا و، چې پړه یې منل او اعتراف یې کاوه.
ما اورېدلي، چې اصلي نوم یې مولوي محمد جان زاهدي احمدزی و، خو په مولوي زاهدي احمدزي مشهور و، هدف مې دا دی چې په دې نوم درې نور ملایان صاحبان هم شته
په خبرو خبرو کې ما ویل مولوي صاحب د ظاهر شاه په اړه کتاب تاسې لیکلی دی؟ ویل هو! ما ویل ظاهر شاه رښتیا حج نه و کړی؟ رښتیا یې د سومنات د معبد طلايي دروازه هندوستان ته ورکړه؟
مولوي صاحب غوښتل خبره بلې خوا ته یوسي، خو ما پرې نه ښود، چې له موضوع څخه ووزي. د دانش په دوکان کې مې هغه کلنۍ راواخیسته، چې د ظاهر شاه د حج راپور په کښي خپور شوی و. ظاهر شاه په ۱۹۵۰ میلادي کال کې حج ته تللی دی او په دې کلنۍ کې د هغه د حج د ټولو مناسکو عکسونه، نېټې، د عربستان پاچا ملک عبدالعزیز، شاهزاده فیصل او نورو چارواکو عکسونه هم چاپ شوي دي.
تاریخي اسناد ښيي، چې ظاهر شاه څلور ځله عربستان ته تللی، یو ځل یې حج او درې ځله یې عمرې کړي دي. ما ویل مولوي صاحب ته رښتیا نه وې خبر که دې قصدا په ظاهر شاه دا تور پورې کړی دی؟
وروسته مې د احمد علي کهزاد، علامه حبيبي او غبار کتابونه ورته راواخیستل، ما ویل دلته خو لیکل شوي، چې د سومنات طلايي دروازه د مغولو په تاړاکونو کې غلا شوې ده، ایا ته نه وې خبر؟ دا دروازه د غزنوي، غوري، هوتکي، ابدالي او ظاهر شاه تر حکومته پورې په کوم ځای کې ساتل کېده؟ کوم ولایت، کومه شاهي ماڼۍ یا کوم میوزیم؟
مولوي صاحب موسکي شو او پر ږیره یې لاس تېر کړ، ویل همت صاحب په دې تېرو خبرو پسې مه ګرځه، هغه د جهاد وختونه وه، موږ په (اسلامي درواغو) پيسې ګټلې، هغه وخت د دغه ډول کتابونو بازار ښه تود و، چا درواغ او رښتیا نه شوای سره جلا کولای، که رښتیا راباندې وایې دا کتاب تاريخي نه، بلکې یو تبلیغاتي کتاب دی. ما ته د (اسلامي درواغ) اصطلاح ډېره نوې او هيښوونکې ښکاره شوه، ما ویل درواغ څنګه اسلامي کېدای شي؟
تر حکمتیار صاحب وروسته استاد سیاف د ظاهرشاه په اړه ډېره مبالغه کوله او ډېرې سپکې خبرې یې ورپسې کولې. دا نو هغه وختونه دي، چې استاد سياف ظاهر شاه ته په پغمان کې مېلمستیا جوړه کړې او لاسونه یې هم ورمچ کړي وه.
مولوي صاحب هغه وخت هم سپين ږيری سړی و، که ژوندی وي شاید اوس ډېر ضعیفه شوی وي، زما هدف خدای مه کړه د مولوي صاحب سپکاوی نه دی، بلکې هدف مې د هغه یو کتاب دی، چې له دلیل پرته د یو چا د سپکاوي لپاره لیکل شوی دی.
یادونه: انځورونه مې د سردار ولي له پاڼې راکاپي کړي دي.
کوټه: کویټه