د هندوستان په دهرادون ښار کي د افغانستان د جلاوطن پاچا غصب سوې ماڼۍ
۱۴۵ کاله پخوا د امير یعقوب خان لخوا د انګريزيانو سره د ګندمک تړون له مخه د افغانستان بهرنی سیاست، پښين، کرمه او سيوۍ سيمي انګرېزانو ته سپارل په افغانستان کي د سترو پاڅونونو لامل سوه چي په پایله کي یې یعقوب خان د ۱۸۷۹ع کال له استعفاه وروسته بریتانوی هند ته ولاړ او هلته ئې د هند په مسوري ښار کي د خپل نيکه #امير_دوست_محمد خان په کور کي استوګن سو، خو د یعقوب د کورنۍ تعداد اټکل ۷۰۰ اووه سوه تنه وو او په دې کور کي نه ځايدل، نو ئې د هند په دهرادون ښار په اې سي سړک پراخه مځکه واخيستل او هلته ئې يوه لويه ماڼۍ، باغ او د کليوالو د پاره يوه ښوونځۍ هم جوړه کړه.
له یعقوب خان سره په دې سفر کي ۱۶ کورنۍ ملګري وې، دوی دلته پراخ باغونه او مځکي واخيستې، امير پخپلو مځکو د کونړ وريجي چي ډېري مشهورې وې، وکرلې او په هند کي ئې په لومړي ځل [باسمتی وریجي] او کابلی پلو رواج کړ، دا چي امير ډېره شتمني لرله چي په اصل کي د افغان اولس خزانه وه خو د هغه وخت د رواج سره سم دا هر د پاچا شخصي سرمايه بلل کېده.
بې فرهنګه انګرېزي حاکم چي د دوی شتمنۍ ته پخوا لا سترګي نيولې وې، امير محکمې ته وغوښت او امر يې وکړ چي دا ځای دولتي دئ او امير يې نسي کارولای، امير بېچاره چي په افغانستان کي د امير عبدالرحمن او کورنۍ لخوا ددغسي حالت سره ځان مخامخ باله، مخ پر برما ولاړ او هلته يې په يوه ښوونځي کي پناه واخيسته، کله چي د امير امان الله خان پر ضد د شينوارو پاڅون وسو، #امير_یعقوب_خان خپل مشر زوی کريم خان پېښور او پکتيا ته ولېږه او دعوه ئې وکړه چي د شاه امان الله پر ځای بايد خلګ له ما سره بيعت وکړي، ځکه د شاه امان الله نيکه [امير عبدالرحمن خان] زما له پلاره واک نيولی خو خلګو ئې چنداني پر سُرنا غوږ ونه نيوه او کريم خان بيرته برما ته ولاړ، هلته ئې څه موده وروسته ځان وژنه وکړه او په دې غم سره ئې پلار یعقوب هم څه موده وروسته ومړ او هلته ښخ سو. [د کورنۍ روايت ئې دا دئ چي مرحوم یعقوب خان او جنرالانو ته د ډوډۍ خوړلو په وخت کي د انګریزي نوکرانو لخوا مسموم سوی وو. لامل یې دا و چي دوی غوښتل کابل ته ولاړ سی او د کابل تخت له امیر عبدالرحمن خان څخه واخلي...]
د یعقوب تر شاه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ تنه پوري کورنۍ پاته او ځيني يې بيرته افغانستان ته ولاړل او نور ئې په هند کي ورک سول.
له هنده د انګرېزانو تر وتو پوري دهرادون کي د امير یعقوب ماڼۍ [د کابل هاوس] په نوم يادېده چي يوه عالي ماڼۍ وه، د انګرېزانو له وتلو وروسته هند دولت دغه ماڼۍ د افغان پاچا ضبط سوې مځکه ياده کړه او ماڼۍ ئې قلف کړه.
د وخت په تېرېدو ماڼۍ په خرابه بدله سوه او اوس د ښاروالۍ په يوه نقشه کي کېدلای له منځه يوړل سي.
په دې ښار کي ځيني نور ځايونه هم د افغان پاچهانو په نومونه سته، ددې ټولو موضوعاتو د پوره مالوماتو د پاره دغه ليکنه کليک کړئ:
mundigak.com/2024/02/03/د-افغانستان-د-جلاوطن-افغان-پاچا-غضب-سوې/
د یعقوب د پاچاهۍ او ژوند وروستي عکسونه کامنټ کي...
ــــــــــــــــــــــــ
(Now demolished) The house of the exiled King of Afghanistan in Dehradun
Dost Mohammad Khan, the ruler of Afghanistan, was exiled to the scenic towns of Mussoorie. Interestingly, history repeated itself after 40 years when his grandson, Yakoob Mohammad, the last king of Afghanistan faced a similar fate in Dehradun. He found refuge in a magnificent house called Kabul House, which is now known as Mangla Devi College.
The palace of Yakub Mohd Khan, located on EC Road in Dehradun, was the residence of him as the exiled emir of Afghanistan from the Barkazai dynasty and marked the end of their rule in Afghanistan after their defeat in the Anglo-Afghan war.
Interestingly enough a few decades before during the exile of his Grand Father, Dost Mohammad Khan introduced Basmati rice to Dehradun, as he longed for his favourite Pulao. He managed to bring Basmati rice from the Kunar province in Afghanistan, enriching the culinary heritage of Dehradun.
ـــــــــــــ
کاپـــی