Home خانه

د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ

د افغانستان په تاريخ کي يو تور داغ

621795600 122110430685174943 836788132113327918 nيو سل و درې کاله وړاندي همدې ورځو کي بريتانيې پر افغانستان يرغل وکړ، کندهار کي هم د نور هيواد په څېر انګرېز ضد يا د استقلال جنګ په نغاره اعلان سو، د کندهار په سرحدي محاذ [بولدک] کي اټکل ۶۰۰ عسکر موجود ول، خو د انګریز مجهزي قواووي په زرهاوو وې.

اشغالګر انګریزان د #سپین_بولدک پر #قلعه_جدید باندي په یوه نابرابره او افسانوي جګړه کي۱۵۰ افغان عسکر شهیدان او ۱۵۰ زخمیان کړه چي قومندان ئې داود شاه خان سخت ټپي او قومندان یوسف خان د کوما په حالت کي د دښمن اسیر سو، دغه خبر [د سپين #بولدک سقوط] چي کندهار ته راغلی، په ښار کي د پرنګي پر ضد د مقاومت ولولې او احساسات سخت وپارېدل او ډلي-ډلي خلګ مخ پر بولدک د انګرېزانو سره جګړې ته روان سوه.

انګرېزانو چي د #کوږک له غره څخه افغانان په دوربين کي لیدل چي ډلي-ډلي له زرغونو او سپینو بيرغونو او توپکو سره مخ پر بريتانوي هند ور روان دي؛ سخت وارخطا سوله.

عين په دې وخت کي به کندهار ښار کي د انګرېز په ملتيا نادره پېښه وسوه، پېښه داسي وه چي د کندهار ښار د قزلباشانو د يوه مشر [قربان علي قزلباش کور ته نژدې په انبار کي یو مړ ماشوم پيدا سو او ژر اوازه ولاړه سوه چي دغه ماشوم د ښار د یوه بل کس [ سيد عبدالروف اغا] ماشوم دئ چي يوه ورځ د مخه ورک سوی وو.

څرنګه چي واقعه په مهارت سره پلان سوې او عملي سوې وه، نو ددې پېښي خبر په ټول ښار کي د برېښنا په سرعت تيت سو. خلک راوپارېدل اوبازارو ته راووتل، قربانعلی خان بېچاره يې په ارګ کي وواژه او د ښار د پاړسيوانانو کورونه، دوکانونه يې په بې رحمۍ سره چورکړل.

دغه خبره ډېر ژر د بولدک مبارزينو ته ورسېدل چي پر انګرېز يرغل ته چمتو وه، اوازه سوه چي خلک ناحقه د پرنګي غزا ته وزي، په خپل کور کي غزا راته جوړه ده او بايد ورته راستانه سي. دې ناولي اوازې کندهاري پاړسيوانانو کي چي هغوی هم په لښکر کي وه، د بې اعتمادۍ فضا منځ ته راوستله. نژدې و چي د دښمن ددې فتنې له خاطره د سني او شيعه خونړۍ جګړه پېښه کړي خو د مشرانو د هلو ځلو له امله يې ژر مخه ونيوله سوه.

ما اورېدلي چي د قربان علي کورنۍ اوس په #امريکا کي اوسي او وایي چي دوی هم د بولدک په جګړه کي برخه لرله، زما د يوه دوست [نعيم سعيدي] به وينا چي دوی وای چي د يولسم سپتمبر په وخت کي چي موږ په په امريکا کي په ځينو ايالتو کي څه مسجدونه وليدل چي څو خلګ پکښي مړه او يا څه سيکان د مسلمانانو په اشتباه مړه سوه؛ نو موږته هغه د خپلو مشرانو قصي را په ياد سوي چي ددغه واقعي سره يي ډير نژدي شباهت لاره.

کندهار کي دغه متل چي: ”کور دي خراب سه انګريزه، دا څونه شيطانت دي زده دئ” له همدې ورځي جوړ سو.

د کوچني شهيد په نامه دغه مشهوره پېښه د انګرېزي جنرال [General Wilfred Malleson] لخوا طرحه سوې وه [تور او سپین عکس د همدې جنرال دی[، د نور تفصيل د پاره د ټالي سټيوارټ نامتو کتاب [Fire in Afghanistan] وګورئ.