Home خانه

لوګر کې دوه تنه د غلا په تور نیول شوي

لوګر کې دوه تنه د غلا په تور نیول شوي

Screenshot 2026 01 22 013920Aد لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکي وایي، چې د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو په دوو جلا امنیتي پېښو کې دوه تنه د غلا په تور نیولي دي.

د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي، تېره شپه د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو یو تن غل هغه مهال لاس په لاس نیولی، چې غوښتل یې د «نوي حشمت» په نوم له یوه درملتون څخه درې لکه (۳۰۰,۰۰۰) افغانۍ نغدې پیسې غلا کړي.

د نوموړي په وینا، یاد کس د نیول کېدو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او له هغه سره یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو له لوري ضبط شوی دی.

همداراز، انس زیاته کړه، چې د یوې بلې جلا پېښې په ترڅ کې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو یو بل تن غل هم نیولی، چې ورسره یو شمېر برقي وسایل او سامان الات ترلاسه شوي دي.