جمهوريت او خيانت
د ۱۳۹۶ ل کال د جدي ۲۵مه؛ د لوګر د اربکيانو د مشر فرهاد اکبري له لوري په همدغه ورځ ټرمپ ته د شجاعت مډال ډالۍ شو، چې لۀ سرو زرو جوړ شوی وو.
فرهاد اکبري رسنيو ته ويلي وو، چې دوی غوښتل د سيمې د مشرانو په ملتیا د امریکا سفارت ته ورشي او دغه مډال د امریکا سفیر ته وسپاري، خو امریکايي سفارت د خلکو د ورتګ اجازه نه ده ورکړې او دی يوازې ورغلی او مډال يې ورته سپارلی دی.
لۀ دې څو ورځې وروسته د فرهاد اکبري مډال جوړوونکی ملګری ګل نبي د بوشکې وار وخوړ.
فرهاد اکبري يې د مرګ په مناسبت وويل، زۀ ټرمپ ته په مډال ورکولو پښيمان يم، ځکه چې ما فکر کاوو، امريکا سوپر طاقت دی او لۀ خپلو ملګرو سره به وفا کوي خو داسې نه وه.