يوه به يې دغاښ درد په فرانسه کې تداوي کاوه
بل به يې دغټې کولمي بواسيرو ته له دولتي بودجي څخه په مليونونو روپۍ را ايستلي او بواسير به يې په سويس کې معالجه کول بل به په علاج پسې جرمني ته منډي وهلي هغه ښه رهبر به بيا برطانيا ته دبدن دعمومي کتني لپاره روان وو او بيا چې په مجلس کې کښيناست ويل به يې والله په لندن کې مې ټول معاينات وکړل شکره مې کنترول وه ، دويني غوړ مې هم ښه وو پروستات مې هم فعال دی الحمد لله خو عام خلک به يې دملاريا په تبه مړه کيدل.
دسرطان ناروغان به يې دخواني بابا زيارت ته تلل
او داخلي کلينکونو به هغه ادويات ناروغانو ته ورکول چې د کچلاغ او حيات اباد په جعلي فارميسيانو کې به جوړ شوي وو.
دانتي بايوتيک کپسولو مينځ به له اهاکو ډک وو
او دماشومانو دغذايې تقويې په شربتو کې به يې دپېښور دبيکاري ګوړي اوبه ګډې وي
او بيا چې به دغه رهبران معظمان تقرير ته ودريدل
يوه به وارسا را څملولي وه بل به ناتو په ګونډو کړي وه
دخپل وطن پر بدن به يې کهکشان زخمونه جوړ کړي وو
خو ديوه زخم دګنډلو ستن به يې نه شوای جوړولای
داسي تصويرونه دعبرت تابلوګاني دي او دزماني يو اعتراف په کې لوستل کيږي
په پردۍ وسله ازادي نه ګټل کيږي
او احتياج غلامي ده