Home خانه

د «جنرال مبين» په اړه د زندان د محکومېدو جريان، د شاهدانو شهرت او د طالبانو د قاضيانو د پرېکړې جزئيات

د «جنرال مبين» په اړه د زندان د محکومېدو جريان، د شاهدانو شهرت او د طالبانو د قاضيانو د پرېکړې جزئيات

Screenshot 2026 01 17 221024Aزاويه نيوز د طالبانو د يو مبلغ مبين، چې خپل ځانته «جنرال مبين» خطاب کوي، په زندان د محکومېدو جريان، د شاهدانو شهرت او د طالبانو د قاضيانو د پرېکړې جزئيات ترلاسه کړي دي.

«د کابل زون شرعي نظامي محکمې» لخوا پر مبين د واردو شويو تورونو، چې وروسته پخپله «جنرال مبين ولد محمد امين» قبول کړي په تشريح کې ليکل شوي؛ نوموړي پرلپسې بې اطاعتي کړې او د پاکستان د لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير خلاف يې توهينوونکي څرګندونې کړې دي.

617581605 1333996998756246 6494390168947257221 nد محکمې لخوا د موضوع په تشريح کې ليکل شوي: «نوموړي ته د مشرانو لخوا پرلپسې ۱۶ توصيې شوې دي، خو يوه يې هم نده عملي کړې. د همدې بې اطاعتۍ له وجې د استخباراتو لخوا نیول شوی هم دی، خو بیرته خوشې شوی دی. نوموړی د خارج له سفر منع شوی و، خو ده بيا هم دوبۍ ته سفر کړی دی. همدارنګه نوموړی به غونډو او مجلسونو ته نه ځي، خو دی بيا هم ننګرهار کې مشاعرې ته تللی دی. مبين به خلک خپل کور ته د غونډو او جلسو لپاره نه غواړي، خو بيا يې هم په دغې توصيې عمل نه دی کړی.617592478 1333997018756244 6684010695636865550 n

د نجونو د تعليم په اړه به څرګندونې نه کوي، خو ده بيا هم دغه څرګندونې کړې دي.

همدارنګه نوموړی له ټلويزيوني بحثونو څخه منع کړای شوی و، خو بيا يې هم په يو ټلويزيوني بحث کې د پاکستان د صدراعظم محترم مقام ته اهانت کړی دی. هغه ويلي، چې خلکو او تجارانو د پاکستان صدراعظم او ملګري يې را روان دي، دوی مسلکي غله دي، پخپلو جېبونو پام کوئ. جيبونه درنه ونه وهي، پخپلو قېمتي ګوتميو او ساعتونو پام ساتئ. د پاکستان صدراعظم او خارجه وزير د رئيس الوزرا مېلمانه وو او ورته اهانت رئيس الوزرا ته اهانت دی.»615474057 1333996918756254 2774009513954207535 n

دغه ټول جزئيات د موضوع د تشريح په پاڼه کې په دقت لوستلی شئ.

زاويه نيوز معلومات ترلاسه کړي، چې د مبين نومي طالبي مبلغ په دغو څرګندونو هماغه مهال په کابل کې د پاکستان سفارت اعتراض کړی و او د طالبانو استخباراتو رياست څخه يې د هغه د نيولو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته هم د دغه جريان شکايت شوی و او نوموړي شخصاً د مبين د نيولو او په سزا رسولو امر کړی دی.

د طالبانو په استخباراتو کې سرچينې تائيدوي، چې هماغه مهال د عباس ستانکزي په ګډون ګڼ طالب مشران د دوی د ځوانو فعالانو په سپارښتنه د مبين د خلاصون لپاره ملا حسن ته په ننواتو ورغلل، خو ملا حسن ورته د رد ځواب ورکړی دی: «درې ځله ورته توصیه وشوه، خو جنرال مبين اصلاح نشو. دا ځل بايد د خپل زندان موده پوره کړي. هېڅوک بيا د هغه د خوشې کولو لپاره ماته رانشي.»

په اتلس مياشتې بند محکوم مبين دا مهال پلچرخي زندان کې بندي دی او تازه يې يو غږ، چې زاويه نيوز ته هم رسېدلی دی، خپور شوی چې نوموړی د خپل زندان سختې بيانوي او پخپلې مبارزې پښېمانه او مايؤس دی.